افغانستان

کرزی: داخلي مشروعیت ترلاسه کولو لپاره دې لویه جرګه راوغوښتل شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل):  پخواني ولسمشر حامد کرزي د بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې امریکا باید له «طالبانو» سره کار وکړي او نړیواله ټوله باید له افغانستان سره مرسته وکړي څو افغانان خپل هېواد جوړ کړي.

کرزي په دغه مرکه کې د نجونو د زده کړو، د سرپرست افغان حکومت په رسمیت پيژندنې، په افغانستان کې د امریکا ممکنه اینده بریدونو، لویې جرګې، داخلي او بهرنی مشروعیت او نورو موضوعاتو خبرې کړي دي.

پخواني ولسمشر په دغه مرکه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې سرپرست افغان حکومت دې په رسمیت وپيژندل شي خو د هیواد دننه دې هم افغانان داسې ډاډ ورکړي چې دغه حکومت د ټولو افغانانو استازیتوب کوي او قانوني مشروعیت لري.

د کرزي په باور اوسمهال تر ټولو ښه لاره د لویې جرګې رابلل دي او دغه لاره حکومت ته مشروعیت ورکولای شي.

پخواني ولسمشر د دغه پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا د اینده هوايي بریدونو په تړاو څه نظر لري وویل چې دا يې په کلکه مخالف دی او امریکا که د افغانستان خاورې ته خپلې الوتکې بیا راولي نو اشتباه کوي.

کرزي په وینا دوی غواړي چې له امریکا سره دوست وي، متحد يې وي خو دوستي او د په افغانستان کې د هوايي جنګي الوتکو پروازونو تر منځ تفاوت وجود لري.

کرزي پر هغه افغانانو چې له افغانستان څخه وځي غږ وکړ چې افغانستان باید پرېنږدي بلکې همدلته باید پاتې شي او جوړ يې کړي.

هغه همدا راز وویل چې له سرپرست افغان حکومت سره د روانو مسایلو په اړه یې ښه نظریات تبادله کړي دي.

«له دوی [طالبانو] سره مو کتلي دي. ښه نظرونه مو سره تبادله کړي دي او په ډیرو مسایلو لکه کار ته د ښځو راستنېدل، مکتبونو، ملي بیرغ، د سیاسې بهیر او داسې حکومت چې ټولو افغانان په کې وي او ټول په کې خپل ځانونه وویني».

کرزي په  سیاست او اقتصاد کې د ښځو ونډه هم اړینه بللې او په وینا يې که که ښځې په سیاست او اقتصادي چارو کې ونډه ونه لري نو زموږ ټولنه به کله هم ریښتیني وده او پرمختګ ونه کړي.

د نجونو د تعلیم په اړه کرزي وویل چې دوی غواړي چې نجونې نه یواځې دا چې مکتبونو ته ولاړې شي بلکې پوهنتونونو ته لاړې شي، کار وکړي او دوی له طالبانو سره به دې اړه خبرې کړي او هغه هم موافق دي او دا مسایل درک کوي او دا کار کیدونکی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

مزې خو تا وکړې ګیدړې …..چې همیش د شونډې غوړې !

کرزي خو ټولې پيسې دالر او واک د شمال لنډغرو ته ورکړی وو ! کرزي په زیړو مړو ستر ګو ورته کتل چې پښتانه له شماله شړل کیزي او همدارنګه هزارګانو په ناور او بهسودوکې د پښتنو ټولې مځکې لاندې کړې او پښتانه یې وشړل ! کرزی یواځې هند ته تلی شي خو نه یې امریکا غواړي او نه پاکستان ! کرزی لویه مکاره ګیدړه ده هغه دالرد وښو په دود په خپلو لنډغرو ووېشل خو ملت یې وږی پرېښود !!

ورک ځاځی

په افغانستان کى که هر ډول حکومت جوړيږى جوړ دى سى. خو بايد هيڅ ګوډاګى او تالى څټى ته بيا د راتګ اجازه ورنکړل سى. ماته له اوله معلومه وه چى دا عامه معافى د دوى نه عزميږى.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x