نظــر

د افغانستان د قضیې د حل په وړاندې ستونزې، حل لارې او دخیل بُعدونه

عبدالرؤف فراهي

د افغانستان قضیې د حل یو اساسي بعد خپله اسلامي امارت دی، کله چې د شوروي د یرغل او اشغال په وړاندې د جهادي رهبرانو په قیادت کې افغان غیور او مجاهد ولس د بې ساري قربانیو په برکت سره بریا ترلاسه کړل، روسان یې مات کړل او د سیالانو له سیالۍ څخه یې هم واچول.
خو متاسفانه چې د اشغال له خاتمې څخه وروسته جهادي رهبران د نظام جوړونې په برخه کې پاتې راغلل او ونه توانېدل چې حالات کنټرول کړي او د کوم هدف لپاره چې ولس قرباني ورکړې وه چې هغه د اشغال خاتمه او اسلامي نظام تطبیق و، هغه هدف ترلاسه نه شو.
د قدرت او منصب پر سر د جهادي رهبرانو ترمنځ کشمکش او جنګونه د دې لامل شول چې هېواد کې کوڅه پر کوڅه حکومتونه رامنځته شي او پایله کې قتل او قتال، پاټکونه، غلا، چور، چپاول او فساد ته لار هواره کړي.

دا یو واقعیت دی، چې دې کوڅه پر کوڅه حکومتونو، پاټکونو، قتل او قتال، بې امنۍ، غلا او فساد ولس تر پوزې راوست، چې په نتیجه کې د همدې کوڅه پر کوڅه حکومتونو پاټکونو او فساد د له منځه وړلو په موخه طالبان را پورته شول او ولس یې ټینګ ملاتړ وکړ او اسلامي امارت را منځته شو چې د هېواد پر ۹۵ سلنه خاوره یې اسلامي نظام پلی او امن او امان یې راوست.

خو دا چې اسلامي نظام د کفري هیوادونو په ځانکړې توګه یهودو او نصاراوو، ته د سره خط حیثیت لري، چې تر خپل هغه نهایي وسه پورې کوشش کوي چې مخه یې ونیسي او اجازه نه ورکوي چې په کوم هیواد کې دې اسلامي شریعت نافذ شي.

نو امریکا او ناټو د یوې بې بنیاده بهانې پر بنسټ پر افغانستان یرغل وکړ او هېواد یې اشغال کړ، خو د الله تعالی په فضل او مرسته او د ولس په بې ساري قربانیو سره د اسلامي امارت په قیادت کې امریکا او ناټو هم الله تعالی د روسانو په برخلیک اخته کړل.

اسلامي امارت ته د قضیې د اساسي بعد په حیث لاندې مسؤلیتونه متوجه دي:

۱- صف متحد ساتل:
تر ټولو لومړی خپل صف په هر صورت متحد ساتل او د همفکره دوستانو د تکثیر کوشش کول او دوستي سمه مدیریت کول او پالل، د فرق مراتب له اصل سره سم خپل ټول افراد کشران، مشران، زاړه او نوي، صف کې عملاً ولاړ او پر کور ناست، په ظاهره خفه او خوشحاله ټول په اعتماد کې اخیستل او د ملګرۍ ډاډ ورکول، له چا نظر او مشوره اخیستې او څوک په نظام جوړونه کې عملاً ورشریک کړي.

۲- یو قوي مسلکي ټیم جوړول:
پر دیني عالمانو او حقوقي متخصصینو مشتمل یو علمي او مسلکي ټیم جوړول چې د اسلامي دولت د محتوا او اداري سیستم دواړه برخو لپاره پر یوې قوي عملي طرحې باندې کار وکړي تر څو د اړتیا پر مهال عملاً لاس کې څه ولري او وړاندې یې کړي.

۳-نظام جوړونه او خدمات وړاندې کول:
که د انقلاب ګټل په استقامت او قربانیو سره کیږي، خو د انقلاب ساتل بیا په نظام جوړولو او نظام کې خپل سیاسي او نظامي شتون په تضمینولو سره کیږي او د انقلاب بقا او دوام بیا په ټولنیز عدالت پلي کولو، امنیت تامینولو، کار اهل کار ته سپارلو او خدمات وړاندې کولو سره کیږي.

۴- خدمات وړاندې کول:
په عاجل ډول د امن او عدالت په فضا کې ولس ته، د کار او تعلیم لپاره زمینه برابرول او د صحت او روغتیا په برخه کې خدمات ورته وړاندې کول.

۵- د نظام مهمو برخو ته مسلکي کمیسیونونه ټاکل:
د علمي او مسلکي کمیسیونونو په مټ پر تقنیني، تعلیمي او اقتصادي نظامونو باندې کار شروع کول او په ډېر دقت سره یې ترسره کول، دا ځکه چې په یوه ټولنه او هیواد کې تعلیمي، تقنیني او اقتصادي نظامونه د ملا د تیر او سنګ بنیاد حیثیت لري.

که د تعلیمي، تقنیني او اقتصادي نظام اصلاح او پرمختګ ته پوره پاملرنه وشي، نور ټول عسکري، ټولنیز وغیره نظامونه یې تابع او خود بخوده ورسره اصلاح کیږي او پرمختګ کوي.

تعلیمي نظام؛ نجونو او هلکانو ته د دیني او عصري تعلیم زمینه برابرول:
د دیني او عصري دواړو تعلیمي او تحصیلي نظامونو اصلاح کول او تر منځ یې واټن را کمول، ځکه په یو هيواد کې نور ټول نظامونه له تعلیمي نظام څخه متاثره او رنګول کیږي.

تقنیني نظام:
د غیر اسلامي وضعي تقنین او سیاست اصلاح او تدوین او بدیل یې له اسلامي فقهي او شرعي سیاست څخه وړاندې کول، اساسي قانون او نور عادي قوانینو باندې کار کول.

اقتصادي نظام:
د سودي اقتصاد او تجارت لکه د سودي بانکوالۍ، بیمه او نورو سودي معاملاتو بدیل اسلامي اقتصاد، اسلامي بانکوالي او تکافل نظام وړاندې کول.

د مسلکي ټیم او مسلکي کمیسیونونو د جوړولو ګټې:
۱- د اسلامي نظام او قانون د محتوا او اداري سیستم په اړه به یو واضح نقشه او د جزیاتو د تفصیل په اړه به هم یو موحد نظر شتون ولري.

د محتوا او اداري سیستم د تفکیک په اړه به بحثونه او تحقیق تر سره شوی وي، چې کومه برخه د نظام محتوا او ثابت نه بدلېدونکې قطعي شرعي امور دي او کومه برخه بیا د نظام محتوا او شرعي امور خو دي، البته ثابت او قطعي شرعي امور نه دي، بلکې بدلېدونکي شرعي امور دي.

او کومه برخه بیا بیخي محتوا او شرعي امور نه دي، بلکې انتظامي امور، اداري سیستم، نومونه او مصطلحات دي چې د شرعي نظام د محتوا د تطبیق لپاره د چوکاټ حیثیت لري.

مثلاً اسلامي نظام د محتوا له پلوه نه میراثي شاهي، نه وليعهدي او نه دیکتاتوري نظام دی او نه هم دیموکراسي او سیکولر غربي جمهوریت دی، بلکې اسلامي نظام یو شورایي نظام دی چې بعضې علماءکرام یې تعبیر په اسلامي جمهوري سره کوي او وایي چې په حقیقت کې خو اسلامي نظام یو واقعي جمهوري نظام دی.

اسلامي خلافت، اسلامي امارت، اسلامي دولت، اسلامي سلطنت، اسلامي ریاست، اسلامي جمهوریت دا ټول نومونه او مصطلحات دي چې د اسلامي تاریخ په اوږدو کې د “خلافت راشده” څخه وروسته د مسلمانانو د حکومتونو نمونه دي، دا چې ځیني د خلافت په نوم تېر شوي دي او د کنټرول ساحه یې پراخه وه’ هغه جلا موضوع ده’ د اسلام د سیاسي نظام له محتوا سره اړه نلري’ بلکې د اسلامي حکومتونو نمونې بلل کیږي’ او “الواقع التاريخي للدولة الإسلامية” ورته ویل کیږي.

دا چې د اسلامي نظام محتوا دې د یو مدون قانون له مخې تطبیق شي لکه اساسي قانون، مدني قانون، ملي شورا، اسلامي شورا لویه جرګه، د دولت مشر، حکومت مشر، او نمایندګانو د ټاکلو طریقې وغیره دا ټول د اداري سیستم او انتظامي امورو له جملې څخه دي.

نو کله چې د یو متخصص علمي او مسلکي ټیم او کمیسیونونو لخوا د نظام محتوا او اداري سیستم لپاره حد او حدود مشخص او متعین شي، نو د اړتیا پر مهال د ځینې شیانو څخه د تنزل په صورت کې به د اسلامي امارت په صف کې اختلاف او درز نه رامنځته کیږي، ځکه مخکې له مخکې به ذهن سازي شوې وي او ملګري به اعتماد کې اخیستل شوي وي.

او د اسلامي نظام په اړه د یو موحد نظر او واضح نقشې د شتون په صورت کې به د اړتیا پرمهال ولس، مخالفینو، ګاونډیانو، سیمې او نړیوالو ته د نظام د نوعیت په اړه وضاحت لږ اسانه شي.

او دا ضرور ځکه ده چې باران خلک پر ځمکه باران بولي په اسمان کې یې شتون باران نه بلل کیږي، نو د اسلامي نظام په اړه به هم چې کوم تصور او تعبیر په کتابونو او زموږ اذهانو کې پروت دی هغه به معرض وجود ته راشي او په تصدیق به بدل شي.

د افغانستان د قضیې د حل داخلي بعد:
الحمد لله افغان ولس یو متدین، مجاهد او غیور ولس دی، چې اتیا سلنه وګړي یې د یوه فکر، عقیدې او مذهب خاوندان دي، چې له همدې امله یې د یوې پېړۍ په اوږدو کې دریو شکست ناپذیرو یرغلګرو اشغالګرو امپراتوریو ته ماته ورکړې ده او تل د یرغلګرو متجاوزینو په وړاندې کامیاب اوسېدلي او بریا یې ترلاسه کړي ده، خو متأسفانه په دوهمه مرحله کې چې د نظام جوړونې مرحله ده تل ناکامه او خپل منځ کې نه دي سره جوړ شوي.

داخلي بعد د یو هېواد په قوت، پرمختګ او سوکالۍ کې خورا مهم او اساسي رول لري او د تاریخ په اوږدو کې هېڅ کله هم کوم ملت یا هېواد چې خپل داخلي ستونزې یې حل کړي وي او متحد پاتې شوی وي له بیرون څخه یې ماته او نقصان نه دی لیدلی، بلکې تل ماته او نقصان له داخلي تفرقې او کمزورتیا له امله را منځته شوی.

عام ولس په اعتماد کې اخیستل:
په داخلي بعد کې اسلامي امارت تر ټولو مخکې باید لوی ظرفیت و ښیې او له پراخ صدرۍ څخه کار واخلي، او عام ولس، تجاران، بې طرفه سیاسیون، مدني فعالان د دیني او عصري تعلیمي ادارو استاذان په اعتماد کې واخلي او په قول او عمل کې دا ورته ثابته کړي چې زموږ نظام به ستاسي خپل نظام وي او پوره هر اړخیزه ډاډ ورکړي.

مخالفین پر کتګوریو وېشل، فرق مراتب یې مراعاتول او په اعتماد کې یې اخیستل:
په مجموع کې داخلي مخالفین دوه ډوله دي:
۱- یو ډول بې دینه، سیکولر عناصر دي چې عقیدوي او فکري ستونزې لري او د مخالفت لامل یې هم همدا فکري انحراف وي.

که څه هم د فیصدۍ په لحاظ د دا ډول مخالفینو تعداد کم دی، خو بیاهم د خپلو بادارانو په مرسته د اسلامي نظام په وړاندې ستونزې جوړولای شي.

۲- بل ډول داخلي مخالفین بیا هغه دیني او مذهبي خلک دي چې د مخالفت لامل یې قدرت، منصب، مادیات، سیاسي، حزبي، قومي، لساني، مذهبي او منهجي تعصبات دي.
چې دا ډول مخالفین بیا پر درې کتګوریو وېشلای شو:
۱- هغه ډله چې د فکر، عقیدې، مذهب او منهج په لحاظ د اسلامي امارت سره هېڅ ډول اختلاف نلري، یوازې مادیاتو مخالفت ته هڅولي دي.

۲- هغه ډله چې د فکر، عقیدې، مذهب او منهج په لحاظ د اسلامي امارت سره هېڅ ډول اختلاف نلري، بلکې د مخالفت لامل یې یوازې سوء تفاهم، قومي، لساني او حزبي مسایل وي.

۳- هغه ډله چې د مخالفت لامل یې یوازي سوء تفاهم او په ځینو برخو کې له اخوان المسلمین او جماعت اسلامي څخه متاثره وي.

۴- شیعه ډله چې په هېڅ صورت خوند نه ورکوي چې یو اسلامي سني نظام دې قائم وي.
خو که قناعت ورکول شي چې د افغان ولس قاطع اکثریت سني حنفي مذهبه دي، دا یې مسلم حق دی چې نظام او قوانین یې د خپل دین او مذهب سره سم وي.

خو د شیعه ډلې مذهبي حقوق او د فقهي جعفري سره سم یې مذهبي مراسم د قانون په چوکاټ ور رسیږي.

البته د دواړه ډوله مخالفینو په اعتماد کې د اخیستلو بېلابېلې لارې چارې باید ولټول شي او په پوره مهارت سره باید مختلفې طریقې ورته وسنجول شي.

البته لومړی ډول مخالفین د لنډ مهال لپاره تحمل کول او اعتماد کې اخیستل د ضرورت تقاضا ده، او دوهم ډول مخالفین تحمل کول او اعتماد کې اخیستل د حکمت او مصلحت تقاضا ده.

د افغانستان د قضیې د حل خارجي بعد:
په مجموع کې په خارجي بعد کې درې ډوله مسایل او ستونزې شتون لري:
۱- د ګاونډیانو مسایل او ستونزې.
۲- سمه ییز مسایل او ستونزې.
۳- نړیوال مسایل او ستونزې.

د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په کتو سره دا درې سره ستونزې او مسایل په شدت سره زموږ له هېواد سره تړاو لري.

د ګاونډیانو ستونزې او مسایل:
ځینې ګاونډیان هېڅکله نه غواړي چې په څنګ کې یې یو قوي متحد دولت او نظام شتون ولري او هغه ځکه چې بیا به دلته:
۱- دوی فکر کوي چې اوبه به کنټرول شي.

۲- دوی فکر کوي د ډیورنډ د فرضي کرښې موضوع به را پورته کیږي.

۳- دوی فکر کوي چې د کانونو او معادنو د استخراج په صورت کې( خصوصا د “یورانیوم” او “لاتیوم” شتون چې اوسمهال لاتیوم په کافي اندازه یوازې له چین سره شتون لري او نړۍ اوس د نفتو او ګازو پر ځای د انرژۍ او ټیکنالوژۍ خوا ته روانه ده) به افغانستان دومره قوي شي، چې د پاکستان د پښتون او بلوڅ او ایراني سني سره به د خپل حقوقو او ازادۍ په غوښتنه کې ورسره مرسته وشي.

۴- دوی فکر کوي چې یو واقعي اسلامي نظام د دوی په تاوان دی او دوی ته افراطي او جهادي فکر انتقالوي.

سمه ییزي ستونزې او مسایل
۱- د کانونو او معادنو د استخراخ او ټاپي پروژې د قرارداد مسئله.

۲- اروپایي اتحادیه په ځانګړې توګه فرانسه او برتانیا بل طرفته چین او روسیه په سیمه ییزه کچه یې په سیالۍ کې سره بوختوالی او د امریکا ډار او تشویش.

۳- د هند او پاکستان ښکاره دښمني هم خپله ستونزې زېږوي.

۴- د سعودي، ایران او ترکیې ترمنځ د مسلمانانو د قیادت پر سر سیالي، بلاک جوړونه او جهت نیونه.

نړیوال مسایل او ستونزې:
په یوه هیواد کې اسلامي نظام د کفري هیوادونو په ځانکړې توګه یهودو او نصاراوو، ته د سره خط حیثیت لري، چي تر خپل هغه نهایي وسه پوري کوشش کوي چي مخه یې ونیسي او اجازه نه ورکوي چي په کوم هیواد کې دې اسلامي شریعت نافذ شي.

دا نظر کمزوری دی چې وایي: کفارو ته دا مهمه نه ده چې په یو اسلامي هېواد کې دې شرعي نظام نافذ وي او یا غیر شرعي نظام.

ګاونډیان او د سیمې اسلامي هیوادونه هم په هیڅ صورت نه غواړي چې دلته دې یو واقعي اسلامي نظام شتون ولري.

۱- امریکا د یو زبرځواک په توګه په نړیواله سطحه خپل اهداف لري او په ترلاسه کولو کې یې هېڅ قانوني او اخلاقي اصولو ته ځان ژمنه نه بولي، چې نړۍ یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړې ده.

۲- د امریکا، اروپایي اتحادیه، روسیې او چین ترمنځ سیالي.

۳- د فلسطین او اسرائیلو مسئله.

۴- د تمدنونو، فرهنګونو او ادیانو ترمنځ ټکر، د تروریزم د مخنیوی او ولسواکۍ د پلي کولو په بهانه په نورو هېوادونو کې د امریکا او غربیانو مداخله.

نوموړو ستونزو او مسایلو ته په کتو سره د افغانستان په قضیه هغه که جنګ او یا سوله او امنیت وي د امریکا، اروپا، پاکستان، ایران، هند، چین، روسیه، سعودي، ترکیه او د شانګهای سازمان غړي هیوادونه هر یو خپل په اندازه رول لرلای شي.

خارجي دښمنان او مخالفین تفصیل لري، خو مختصرا هغه هیوادونه چې ځانونه د نړۍ او سیمې مالکان بولي، خو خپل د امنیت او منافعو په هکله د خطر احساس کوي او هغه همسایه هیوادونه چې زموږ په جوړه کې خپل خرابه ویني، باید د الاهم فالاهم له درجې سره سم ټول په اعتماد کې واخیستل شي، قناعت او ډاډ ورکول شي.

د اسلامي اصولو په رڼا کې د شرعي مقاصدو او د هېواد علیا منافعو ته په کتو سره د ضرورت، حکمت او مصلحت له غوښتنو سره سم په پوره احتیاط او جرئت سره ګامونه پورته کول.

او د سیاسي بصیرت او رغنده دیپلوماسۍ په مټ د متقابل احترام او متوازنه جهت نیونې په خپلولو سره او په کورنیو او بهرنیو چارو کې چلند او روابط د توقعاتو، فرضیاتو، انتقام او عقدې پر بنسټ نه، بلکې د اصولو، واقعیتونو او عقیدې پر بنسټ عیارول، ټولو داخلي او خارجي جهتونو ته ډاډ ورکول، اعتماد کې اخیستل او قول او عمل کې یې ورته ثابتول او له فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته کول د کامیابۍ یوازینۍ لار ده.

عام ولس، علماء کرام، پوهان، متخصصین، متنفذین، مخالفین او د موجوده نظام با احساسه چارواکي او مامورین، ګاونډیان او اسلامي نړۍ ټول د ورته مسؤلیت سره مخ دي چې باید هر یو یې خپل مسؤلیت منصفانه، واقعبینانه قطع نظر د هر ډول تعصب څخه، د یوې دیني وجیبې له مخې په سمه توګه اداء کړي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

ماشاء الله جناب فراهي صاحب ډیر ښکلۍ تحلیل او څیړنه د ګټورو لارښوونو سره د ستاینې وړ لیکنه دې کړې ده . دسیمې او ګاونډیو په هکله ستا لوړ وضاحت دتقدیر وړ دی .جزاکم الله خیر احسن الجزا

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx