ټولنیزه برخه

فضا او د کائناتو وُسعت /دولسمه برخه

سردار ناطق الحق (امین)

سپوږمۍ /قمرالارض:
د آسمان دا ګلالۍ او نازدانه مېلمنه خو موږ او تاسو ټول ښه پېژنو؛ چې کله چنګه، کله چاغه؛ کله سپینه، کله توره؛ کله نیمه، کله ټوله، کله پټه او کله ښکاره شي.

سپوږمۍ څه کم څلورلکه ( یعنې ۳۸۵۰۰۰) کیلومتره له ځمکې څخه لیرې ده.
سپوږمۍ په قُطر کې د ځمکې د کُرې په تناسب- شاوخوا څلورمه برخه ښودل شوې.

د سپوږمۍ زمانه عجیبه ده ! هر کال یې دوولس ورځې او هره ورځ یې له یوه کال سره برابره ده.
سپوږمۍ اتمسفر/ جفٌ نه لري؛ ځکه خو هم له آسماني شهابونو څخه تر دوو سپږمو راغلې او هم له دمائي اختلافاتو څخه.

د سپوږمۍ سطحه داسې غار غار ده ؛ لکه په نرمه او اوبړنه واوره چې ږلۍ و وریږي او دمائي اختلاف یې دومره سره متفاوت او متضاد دی؛ چې د لمر خوا یې یوسل اووه ویشت (°۱۲۷) درجې د سانتګراد په حساب ګرمي لري، مګر هغه بله خوا یې چې موږ ته نه ښکاري او سیوری دی – یخني یې منفي یوسل آته دېرش (°-۱۳۸) درجې ده.

سپوږمۍ له خاورې او تېږې جوړه شوې؛ یعنې عیناً د ځمکې شکل لري، تش په دې توپير: چې جوړښت یې هګۍ ته ورته دی، چې راوتلې برخه یې د ځمکې خوا ته ښکاري.

داسې ادعا هم شوې چې: د سپوږمۍ په سیوري کې د امریکا استخابارتي محققینو کومه غیر عادي پایګاه هم کشف کړې ده.

ویل کیږي چې: سپوږمۍ هر کال څه کم څلور سانتي متره (۳.۸) له ځمکې څخه لیرې کیږي.
جالبه دا چې : د سپوږمۍ پر سطحه نقش هېڅکله هم نه ړنګیږي! لسګونه کلونه وړاندې چې فضائي محققین د سپوږمۍ پر سطحه ګرځېدلي ، اوس یې هم د بوټونو نقشونه سالم پاتې دي؛ ددې کار علت دا دی چې: سپوږمۍ جفٌ / اتمسفر نه لري! نو ځکه خو هم باران نه پرې وریږي او هم بادونه او توپانونه نشته پکې.

د سپوږمۍ پر سطحه د انسان، یا کوم بل شي سیوری د ځمکې په تناسب ډېر تور وي.
د سپوږمۍ پر ډبرینه سطحه قیمتي کاڼي لکه: برنج، تیتانیوم ۲۳۷ او اورانیوم ۲۳۶ هم پیدا کیږي؛ چې تیتانیوم ۲۳۷ یې له رادیو اکتیفي اتومي عناصرو څخه دي.

که چېرې سپوږمۍ نه وي! کومې ستونزې رامنځته کیږي؟
که له یوې خوا سپوږمۍ د ځمکې جاذبې قوې نیولې ، خو له بلې خوا بیا د ځمکې منظم او ثابت محوري سیر او حرکت هم د سپوږمۍ له برکته دی، که سپوږمۍ نه وي، هم به ځمکه له محوري انحراف سره مخ شي، هم به شپې ډېرې تیاره شي، هم به فصلونه غیر منظم او هم به اِقلیمي نا انډولۍ رامنځته شي.

پوښتنه: سپوږمۍ چې خاوره او تیږه ده، نو ولې رڼا کوي؟
ځواب: د سپوږمۍ رڼا خپله نه، بلکې له لمر څخه یې منعکسوي!
د دغې ادعا د ثبوت لپاره؛ تاسو لیرې په کومه دښته کې (چې تکه توره تیاره وي) د ځمکې له سطحې څخه لوړه، یوه ډبره کېږدئ او بیا له یوې بلې نکتې څخه (چې په هره زاویه وي!) تېزه بالتۍ / لاسي بجلۍ ورته مخامخه کړئ او تاسو ښه لیرې! له دریمې زاویې څخه ورته وګورئ، بیا به خامخا دا خبره ومنئ چې: یقیني سپوږمۍ فقط د لمر رڼا منعکسوي.

د ناسا ادارې شاوخوا سل میلیونه ډالر د دې لپاره ولګول؛ تر څو ((شق القمر)) تکذیب کړي! مګر پاتې راغلل، ځکه چې د تصور خلاف اسنادونه یې تر لاسه کړل، نو اوس شق القمر تائیدوي او تصدیقوي یې.

نوټ: شق القمر د حضرت محمد رسول الله (صلی الله علیه و آلیه و سلم) یوه له سترو معجزو څخه ده؛ چې د الله په خوښه د ده مبارک د لاس په اشارې سره سپوږمۍ لومړی دوې ټوټې او بیا بېرته سره یو ځای شوه؛ چې مشرکینو د ده مبارک دغه خارق العادة عمل جادو و بللو.
یعنې اوس د سپوږمۍ پر سطحه داسې درځ له ورایه ښکاري؛ چې دغه کتله یو وخت کې سره دوه ټوټې شوې او بیا بېرته جوسر شوې هم ده.

نور په بله برخه کې ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx