
اروپايي هېوادونه هڅه کوي په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): په کابل کې د یو شمېر هېوادونو د سفارتونو او ډیپلوماتیکو ماموریتونو له بیا پیل سره همهاله اروپايي هېوادونو په کابل کې د خپلو سفارتونو د بیرته پرانیستلو هڅې پیل کړې دي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون وايي، یو شمېر اروپايي هېوادونه هڅه کوي ترڅو په افغانسان کې ګډ ډيپلوماټیک ماموریت پيل کړي او استازي یې بیرته کابل ته راشي.

نوموړی زیاتوي، ددغه ډيپلوماټیک ماموریت پیل به دا زمینه برابره کړي، څو اروپايي هېوادونه له څو میاشتني ځنډ وروسته بیرته په کابل کې حضور ولري.
ماکرون دا څرګندونې د سعودي عربستان جدې ښار ته له سفر نه وړاندې د قطر پلازمینې دوحه کې کړي؛ خو زیاته کړې یې ده چې دا هڅې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو یا سیاسي خبرو سره توپیر لري، مونږ یوازې غواړو چې هلته یو استازی ولرو.
نوموړي خبریالانو ته ویلي، مونږ د څو د اروپايي هېوادونو ترمنځ د یوې داسې ادارې په هکله فکر کوو ترڅو د یو شمېر اروپایانو لپاره د کار ګډ ځای رامنځته شي او هلته زمونږ سفیران په کې حضور ولري.
دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوي په دوحه کې د امریکا په ګډون د ۱۵هېوادونو له سفیرانو او استازو سره ګډه ناسته کې له هغوی وغوښتل ترڅو په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي.