افغانستان

قاري یوسف: په سنګین کې د ۱۱ قومندانانو په ګډون ۴۷۳ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۳مه، ۱۳۹۳): په یوه خبرپاڼه کې چې د طالبانو د ویاند قاري یوسف احمدي له لوري نن ټکی آسیا ته را لیږل شوي، ادعا کوي چې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې طالبانو د ۱۱ قومندانانو په ګډون ۴۷۳ تنه افغان سرتیري وژل شوي دي.

نوموړي ویلي چې په دغه ولسوالۍ کې اوس هم جګړې رواني دي، او طالبان مخ په وړاندي روان دي.

د قاري یوسف احمدي له خوا نن ټکی آسیا ته را لیږل شوې خبرپاڼه په لاندي ډول ده:


په سنګین ولسوالي کي ددښمن 11 قوماندانان او 473مزدور عسکر وژل شوي مجاهدین پر مخ روان دي

دهلمند ولایت په سنګین ولسوالي کي تقریبا له یوې میاشتې را پدیخوا دکرزي دغلامې ادارې  پوځي تأسیسات ،پوستې او کار وانونه داسلامي امارت دمجاهدینو تر بریدونو لاندي دي لاهم ادامه لري چي دسنګین مرکز او دسار وان کلا ډیری سیمې  پکي را ځي لکه خانان ،ملازي ،ګرماو،بارګزي ،کنجک،پیچ،چولاوه ،پوزکي ، صاحبزاده خیل ،هراتیانو مانده ،شکرشیله ،ډبرۍ ،ګومبدې،استیشن،جوشالي ،کلاوال ،پان کیله ،ګجګر،چاردې،بارګزي ،کونګ مانده ،چینې مانده ،غلام خان ،بلوزی او غاړګۍ سیمې ددې یادو شویو سیمو په جګړه کي 11 قوماندانان هر یو قوماندان لوی لالا په ملازوکي
قوماندان ولي محمداو قوماندان رحماني په ډبرۍ سیمه کي
او قوماندان لومړی برید من محمدعلي رشیدپه شاهزادي سیمه کي
او دسار وان کلا عمومي قوماندان ابراهیم په ملازوکي
قوماندان شیر خان چي له ګرشک نه په کومک راغلی وو په صاحبزاده خیلو کي
قوماندان خیبر په ډبرۍ کي
قومندان مطیع په ساروان کلا اخوندزاده خیلو کي
قوماندان نثار قوماندان ګوډ وزیر او قوماندان ګرنیټ دسار وان کلا په کونګ مانده کي ووژل شول اوپه دې روانه جګړه کي ددښمن 473  مزدور عسکر وژل شوي او63 شوبلې له منځه تللې دي چي اوس هم په هغو سیموکي پروتي دي او57 پوستې فتحه شوې دي  په نوموړې ولسوالي کي دښمن نور ددفاع او مقاومت  ځواک له لاسه ورکړی او یوازي له بمبار او لویو توپونو کار اخلي چي پکي په لسهاوو بې دفاع ولسي وګړي شهیدان شوي او یا له سیمونه وکډې کولو ته اړ شوي دي  دوی نه  دخارجي قواوو په راتګ او نه هم دخپلو مورال بایللیو قوماندانانو په ادلون بدلون کوم څه تر لاسه کړل  نو مجبورشول چي دروغجن  تبلیغات پیل کړي چي که وکولای شي خپلو اوباشانو ته مورال ورکړي  او یا هم لږ تر لږه  دحقایقو دپټولو په موخه دخلکو په ستر ګو کي خاورې وشندي.

قاري محمد یوسف احمدي

داسلامي امارت ویاند ۱۴۳۵/۱۰/۸هق 2014/8/4 م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x