افغانستان

یو شمېر نظامي الوتکې بیرته هېواد ته راوړل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): افغان امنیتي چارواکي د یو شمېر هغو نظامي الوتکو بیرته هېواد ته د راستنولو خبر ورکوي، چې د پخواني رژیم د نسکورېدو پرمهال ګاونډیو هېوادونو ته تښتول شوې وې.

د تیر اګست میاشتې په ۱۵ نیټه کله چې د افغانستان اسلامي امارت ځواکونو د پلازمینې کابل په ګډون په ټول افغانستان خپله ولکه ټینګه کړه، د پخواني رژیم یو شمېر نظامي افسرانو او د هوايي ځواک پيلوټانو له نظامي الوتکو سره یوځای ازبکستان او تاجکستان ته تېښته وکړه.

اوس تازه په بلخ کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو قومندان مولوي عطاءالله عمري ویلي، ددوی په هڅو یو شمېر نظامي الوتکې بیرته هېواد ته راوړل شوې دي.

د ۲۰۹ الفتح قول اردو قومندان مولوي عطاءالله عمري
د ۲۰۹ الفتح قول اردو قومندان مولوي عطاءالله عمري

نوموړی زیاتوي، په ګاونډیو هېوادونو کې د پاتې الوتکو د بیرته راستنولو لپاره هم ددوی هڅې روانې دي.

له بل پلوه د الفتح قول ارو د هوايي ځواکونو قومندان ضیاءالحق عاصم وايي، د هوايي ځواک د تخنیک او انجینرۍ څانګې یو شمېر انجینران توانېدلي ترڅو یوه ویجاړه شوې جنګي الوتکه ترمیم او بیرته فعاله کړي.

د نوموړي په خبره که چیرته دا الوتکه له هېواده بهر ترمیم شوې وه، ښايي زیات لګښت ورباندې راغلی ؤ؛ خو افغان انجینرانو په ډیر کم لګښت دغه چاره سرته ورسوله.

قومندان عاصم داسې وايي: «الوتکه ویجاړه وه او باید د ترمیم لپاره دوبۍ ته لیږدول شوې وه، چې د هوايي ځواک د انجینرۍ ټیم او پيلوټانو په هڅو په مزارشریف کې ترمیم شوه.»

په ورته مهال د اسلامي امارت چارواکو یوځل له هېواده بهر میشت د هوايي ځواک پیلوټان او انجینران هڅولي، ترڅو بیرته خپل هېواد ته راستانه شي او د افغانستان د اسلامي اردو د هوايي ځواک په چوکاټ کې د خپلې خاورې او ولس خدمت ته اوږه ورکړي.

باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې د بلخ ولایت د الفتح قول اردو د هوايي ځواک منسوبینو په مزارشریف کې د جنګي الوتکو پریډ په ترسره کولو سره په شمال کې د هوايي ځواک د بیرته فعالېدو خبر ورکړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

له کوم هیواده څو الوتکی مو بیرته راوستی؟ تر اوسه له یوه هیواده هم یوه الوتکه چا نده راوستې هو یوه دانه به ترمیم شوی وی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x