افغانستان

ننګرهار کې یو مشهور«غل» له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): امنیتي چارواکي په ننګرهار ولایت کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال د یو مشهور غله د وژلو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د استخباراتو لوی ریاست لخوا په یو ټویټ کې ویل شوي چې د «میهن» په نوم مشهور غل او اختطافګر هغه مهال وژل شوی کله چې یې د ځانګړې قطعې له ځواکونو سره په نښته پیل وکړ.

په دغه نښته کې نوموړی غل وژل شوی او یو بل ملګری یې له وسلو او مهماتو سره یوځای د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلی دی.

باید وویل شي چې امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې د هېواد په لروبر کې د غلو او اختطافګرو پرضد عملیات چټک کړي، چې له امله یې یو شمېر غله او اختطافګر د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی او د هغوی له منګولو څخه یو شمېر هېوادوال هم ژغورل شوي دي.

تیره ورځ هم امنیتي ځواکونو د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د «سدره» په نوم اته کلنه ماشومه د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورله او د غلام محي الدین په مشرۍ یې د انسان تښتوونکو ۹ کسیزه ډله ونیوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x