افغانستان

ننګرهار کې د واده موټر چپه کېدو له امله ۹ تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار ولایت په مهمندره ولسوالۍ کې د واده د ورا یو موټر چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۹ تنه مړه شوي دي.

دا پېښه نن له غرمې وروسته د مهمندرې ولسوالۍ په «ګردي غوث» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د واده د ورا یو موټر له مسیر څخه کوږ شو او یوې ونې سره یې ټکر وکړ.

په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي، چې اته تنه یې د یوې کورنۍ غړي دي.

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

د موټر چلوونکو بې احتیاطي او  سړکونو خرابوالی هغه لاملونه ده چې په افغانستان کې ترافیکي زیاتې رامنځته کیږي او په کلني ډول په زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x