نړۍ

تونس پنځم عربي هیواد دي چي له سوریی څخه خپل سفیر باسي

SYRIAN_ARMY(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۸) تیره ورځ دټونس هیواد له سوریی څخه خپل سفیر وروغوښتي، دټونس دبهرنیو چارو وزارت له لوري په خپاره شوی خبرکي راغلي دي هیواد یی سفیر له سوریی څخه دسوریی دحکومت په وړاندي داحتجاج په توګه راغوښتي، نوموړي زیاته کړه هغه څه چي په سوریه کي روان دي نوردزغم اومنلو وړ نه دي، نوځکه مو سفیر له سوریی څخه وایستي،ټونس پنځم عربي هیواد دي چي له سوریی څخه خپل سفیر باسي.

له دی څخه مخکي سعودي عرب، کویټ اوبحرین خپل سفیران له سوریی څخه وایستل اوله هغو څخه  بیا سمدستي وروستي قطر هم خپل سفیر له سوریی څخه وایستی. دسعودي عرب اولسمشر ښاغلي ملک عبدالله بن عبدالعزیز له سوریی څخه دخپل سفیر درا ایستلو پر وخت وویل، هغه څه چي اوس به سوریه کي روان دي له هغه څخه ډیر زیات دي دکوم څه لپاره چي مونږ سفیر هلته کښینولی وو، اودسوریی دحکومت له لوري چي داولس په وړاندي څه روان دي مونږ ته نور دمنلو وړنه دي.

ټونس په عربي نړي هغه هیواد دي چي په سیمه کی یی ترټولو اول دعربي نړي دهیوادونو داولسمشرانو وکورونو اونظامونوته اورلګیت وواهه،  په اول کی یی دخپل هیواد داولسمشر زین العابدن بن علی وکورته اور واچوي اودا داسي اور وو چی به خلګو باندي بل شوی وو چي  دټونس هیواد یو ځوان محمد البو عزیزي دخپل هیواد دحکمرانانو دظلم او استبداد په مقابل کي ځان ته اور واچوي، چي وروسته بیا اولس راوپاڅیدي دغه اوریی دهیواد داولسمشره ترکوره پوری ورساوه، هغه وو چي دټونس هیواد اولسمشر زین العابدین بن داولسي لمبو تاب رانه وړ اوله هیواد څخه په تیښتي بریالی شو اواولس وکولای شول چی هیوادکي دنوموړي دیرش کلن واک ختم کړي اویو نوي انقلاب راولي.

له ټونس څخه وروسته داولسي اور دغه لمبي ترمصره پوري ورسیدي چي وروسته یی اهسته اهسته ټوله عربه نړي په مخ واخیسته، چي تراوسه پوري لا په لبیبا سوریه اوبحرین کي داور لمبي پورته کیږي. تیره ورځ داردن دبهرنیو چارو وزیر ناصر جوده هم له سوریی څخه به کلکه وغوښتل چي نور دي دخپل هیواد دخلګو وارادو اوغوښتنو ته احترام وکړي ژرترژره دي داولس په وړاندي له زورزیاتي څخه لاس په سرشي. داردن هیواد نظر دسوریی په وړاندی له هغه څخه وروسته راښکاره شو کله چي  تیره چارشنبه دهیواد دبهرنیو چارو وزیر ناصرجوده وترکیی ته سفروکړ اوهلته یی له خپل سیال وزیر ښاغلی داود آوغلو سره دسوریی دروانو حالاتو په اړه خبري وکړي، سرچیني زیاتوي دواړه هیوادونو دسوریی پرروانو حالاتو باندي سخته خواشیني څرګنده کړي ده اوله بشارلاسد څخه  یی په ټینګه غوښتنه کړي ده چي نور دي داولس په وړاندي له زور اوجبرڅخه لاس په سرشي، دهیواد دخلګو غوښتني دي ومني، مخالفینو ته قناعت ورکړي په هیواد کي دی نوي اصلاحات راولی، ترکیی خو لا له بخوا څخه خبرداري ورکړي وو، چي دغه به له بشارلاسد څخه زمونږ اخیرني غوښتنه وي، نوره مو دصبرپیاله لبریزه شوی ده بی لوري نشو پاته کیدله اړیو چي کوم اقدام باندي لاس پوری کړو.

له بله لوري دټونس هیواد اسلامي ډلو هم دسوریی پرحکومت باندي سختي نیوکي کړي دي، اودسوریی له حکومت څخه یی په ټینګه غوښتنه کړي ده چی نوردي داولس به وړاندي دوینو ګرم کړل شوی حمام سوړکړي، دټونس اسلامي ډلو دسوریی هیواد ته خبرداري ورکړي دي چي نوردغه اولس په وژنو اوټکونو سره نشي ارامیدله بس ده له نیمي پیړي راپدي خوامو پردغه اولس باندي ظلم وکړ، خولي مو ورتړی، زندانونه موپه دک کړی داوسپینو او اورپه واسطه مو ارامه کړي وه اوس دغه اولس یوه خوله شوی ده، لاره ورکړي چي خپل راتلونکي په خپله وټاکي. بس ده دغه اولس کي مو له ډیره وخته قومي قرقیی اوژبینزه تفرقه اچولی وه، اولس نور راپاڅیدلی اوپه یوه خوله سره دنظام بدلیدل غواړي.

بخت الرحمن بخت………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x