ملي اردو افغانان تر نیولو وروسته په ډبرو سنګساروي – ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۳مه ۱۳۹۳ل ) : په ټولنیزو پاڼو کې یو نشر شوې ویډیو ښيي چې د روژې په مبارکه میاشت کې د ملي اردو درې تنه نیولې چې طالبان یې بولي، او د وهلو ډبولو او ټپي کولو وروسته هغوی په دې تهدیدوي چې تر ابتدایي تحقیق وروسته به یې په ډبرو سنګسار او ووژني.

یو کس چې په ویډیو کې خبره کوي وايي چې د چنګاښ میاشتې ۲۴مه نیټه باندې دغه کسانو د شوې په نامه پوسته باندي برید کړی وو، تر څو یې ونیسي.

د ویډیو په اړه نور مالومات نشته او نه هم د سنګسار صحنه په کې لیدل کیږي، خو دغه کسان چې د کاڼو او ډبرو سره کینول شوي، ورته ویل کیږي چې په همدې کاڼو به مو سنګساروو.

باید وویل شي چې په دې ویډیو کې داسي دلیل نه ښکاري چې دا کسان به طالبان وي، او یا به هم د هغوی خواخوږي وي، او نه هغوی ږغول کیږي، تر څو یې ژبه او لهجه مالومه سي چي د کوم ځای دي.

یو کس چې په ویډیو کې غږ راځي د مشر قومندان څخه غواړي چي تر هغو دغه کسان ونه وژني، تر څو یې دی نوم، د پلار نوم او ولایت وپوښتي، او بیا چی هر څه کوي، هغه دي وکړي.

دې ویډیو په ټولنیزو پاڼو کې د افغانانو سخت غبرګون را پارولی، د عبد الرقیب په نامه یو کس لیکي:

«د کرزي اداره چې کله پنجابیان یادوي هغه دغه خلک دي ښه یې وګورئ! کیداي شي تاسو پنجابیان نه وي لیدلي دلته یې ووینئ!
موږ وارخطا نه یو، تاسو چې څه کول ومو کول، او چې څه کوئ ویې کوئ! خو دومره لطف وکړئ چې عکس العمل ته چیغې او بغارې مه وهئ! داسې ټینګ شئ لکه دغه ستاسو په وینا پنجابیان چې درته نر غوندې ناست دي.»

یو بل کس چې د طالبانو خواخوږی ښکاري وايي:

«افسوس افسوس
یا الله ته به په موږ نور لا څنګه امتحان راولی یا الله نور دې دا امتحان ختم کړه ډیره دردونکې ویډیو ده طالبه ستا استقامت ته ســلام زه حــیران یم چې هغه سره کفار چی پنځوس هیوادو وال راغلی هغه هم داسی ظلم په شکاره نه کوی لکه چی دغه داخیلی مرتدین یی چی کوی افسوس؟ طالب جان خو چی مرتد ونیسی څنګه اخلاق ورسره کوی څنګه چلند ورسره کوی او دوی مرتدین څنګه چلند کوي…..دعوه هم د بشري حقوق کوي همدا یی بشري حقوق دي.»

د جلال الدین حقاني کاروان په نامه یو بل کس په کونړ باندې د پاکستاني پوځ بریدونو ته په اشاره وايي:

«که دومره د پاکستان ضد وﺉ نو کونړ ته دې ورشي.»

باید وویل شي چې دا لومړی ځل نه دی چې د ملي اردو ځواکونه د طالبانو او د هغوی د ملاتړو سره داسې سلوک کوي، بلکې ددې تر مخه یې هم ډېر ځله د طالبانو او د هغوی ملاتړو جسدونو ته اورونه اچولي، هغوی یې سنګسار کړی، او په موټرو او ټانګونو پسې یې کش کړي.

د یادوني ده چې د ملي اردو او اربکیانو په صحرايي محکمو کې ډیر افغانان د پاکستان او عرب په تور ځورول کیږي، وهل کیږي او آن د مرګ تر بریده رسیږي.

تیره شپه هم د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په مرسته افغاني ځواکونه په مختلفو سیمو کې عملیات وکړل چې په ترڅ کې د ځايي اوسیدونکو او قومي مشرانو په وینا د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۶ تنه ولسي وګړي ووژل شول، چې چارواکي يې پاکستانیان او عرب بولي، خو قومي مشرانو دا بې ځایه تور بللی او د ښځو ماشومانو د قاتلانو د قصاص غوښتنه یې کړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
9 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
قاري سعيدخوستئ
میلمه
قاري سعيدخوستئ

آه آه افسوس زموژداخلي مرتدين سومره له عقل خلاص دي پرون په روبلو مستو بي ناموسانو هم په لكونه افغانان په همدي نوم اوژل په هغوى دملت له محكمي لينن ونه ژغورل
زموژ غلامه اردو دومره جنكي اخلاق هم نه پيژني
موژ كه له تاسي درحم غوشتنه وكڑه دپشتني مسلماني شيدي به مو نه وي رودلي
موژ له تاسي په نره دشمني غواڑو

حاجي کاکا
میلمه
حاجي کاکا

غم یي مه کړئ تاریخ به دا پیښې ثبتوي

hizbullah
میلمه
hizbullah

یا الله نور رحم وکری فه تولو افغانا نو

hizbullah
میلمه
hizbullah

یا الله نور رحم وکری فه تولو افغانا نو وطن فروش هستی

fareed
میلمه
fareed

زه خو وایم چې د طالب په نوم چې هر څوک په افغانستان کې د افغانانو پر وړاندې په جګړه بوخت دي دوی نه مسلمانان او نه هم افغانان دي دا د پنجابیانو زامن او دهغوی تالي څټي چې په هر ډول مرګ مردار شي لا هم کمه ده
دوی خو څه باید ددوی کورنۍ هم له منځه یو وړل شي څو بله افغانه مور داسې ### زامن رانه وړي چې د بنجابی په اشاره خپل وطن وران کړي

AFGHAN
میلمه
AFGHAN

[review]سلامونه ټولو ته، ما همیش کوشش کړی چی پټه خوله پاته سم خو کله چی د نن اسیا یو طرفه قضاوت او د حقیقت نه لری راپورونه ووینم نور راته پټه خوله پاته کیدل ګناه ښکاری. اول – دغه کسان او د دوی نور ۳۸ ملګری چی وژل شوی افغانان نه دی، دوی یا وزیر ول او یا هم پنجابیان او د دوی عرب او چییچن او د پاکستان ملیشه ملګری ول. دوهم – د دوی سه ### خوژیدله چی د افغانستان خاوری ته را واړوی او د افغانستان په سرحدی ځواکونو پر پوسته حمله وکړی ؟؟؟ د دوی حمله… نور لوستل »

fareed
میلمه
fareed

dkfr gplam man de

غوربندي
میلمه
غوربندي

افغان صيب تاسو ته سلام او احترام د پورته خبر په لوستلو او لیدلو می زړه ودردید مونږ نباید ددی کوښښ وکړو چې دا څوک دي او څوک نه دي بلکه له یادو اسیرانو سره شوی سلوک باید وغندو افغان صیب ستاسو دا پوښتنی چی وایی سه ….. یې خوږېدله چی د افغانستان خاوری ته راوړي تر یادو خلکو لومړی اشغالګرو ته راجع کیژي د اشغالګرو په شتون کې له افغانانو علاوه د هر مسلمان دیني وجیبه ده چې د اشغالګرانو په وړاندی جهاد کی د افغان مقاومت کوونکو مرسته وکړي ستا د کچه او غیر اخلاقي پوښتنی جواب زمونږ… نور لوستل »

AFGHAN
میلمه
AFGHAN

غوربندی صیب سلام پر تاسو او د غوربند پر غیرتی خلکو یی راځی لږ خپل ګریوان کښی وګورو او هغه صحنی در په یاد کړی چی همدی ډلی د دولت مامورین، معلمین، د مکتب شاګردان، محصلین، ډاکټران، انجنران، امینتی ځواکونو غړی او د موسساتو کارکونکی چی کله هم دوی ته پر لاس ورغلی ډیر بد چلند ور سره شوی، حلال شوی، ټکول شوی، په لس متری کښی پر توپ ویشتل شوی او د دوی کورنی غړی او یتیمان یی د غم پر ټغر کینولی دی. ایا داسی کړنی په اسلام کښی رواه دی ؟ د دغه ډلی د داسی کړنو… نور لوستل »

AFGHAN
میلمه
AFGHAN

ولی زما تبصره نه نشروی ؟؟؟