ورزش

د استرليا بيګ باش ليګ کې د کومو نورو هېوادونو لوبغاړي لوبيږي؟

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۴ ليندۍ، ۱۴۰۰ل): د استرليا بيګ باش تجارتي ليګ کې چې د يکشنبې په ورځ پېليږي د نورو هېوادونو ليګونو په پرتله تر ټولو کم نړيوال لوبغاړي لوبيږي.

دغه ليګ کې د بهرني لوبغاړو له برخې د انګلستان زيات لوبغاړي لوبيږي، ورپسې افغانستان دی چې په راتلونکي سياليو کې ۵ افغان لوبغاړي په بېلا بېلو لوبډلو کې لوبيږي.

د بيګ باش راتلونکي ليګ لپاره د لوبډلو نوملړ بشپړ شوی چې هره لوبډله شاوخوا ۱۸ يا ۲۰ داخلي او بهرني لوبغاړي لري.

په ياد ليګ کې ۱۳ د انګلستان، ۵ د افغانستان، د نيوزيلند، هند، نيپال او پاکستان څخه يو يو لوبغاړی لوبيږي.

هندی لوبغاړی اونمکټ چند د هند نولس کلنو لوبډله کې لوبېدلی خو اوس په امريکا کې ميشت دی چې له ۲۰۲۴م کال وروسته به د امريکا ملي لوبډلې لخوا ولوبيږي.

بل لوري ته د نيوزيلند لوبغاړی کولن مونرو له تېرې اوږدې مودې راهيسې له خپلې ملي لوبډلې څخه بهر دی چې له کبله يې په بيګ باش ليګ کې اخيستل شوی دی. ددې سربېره يو پاکستانی لوبغاړی سيد فريدون هم چې بهرنی تبعه دی په ياد ليګ کې لوبيږي.

دا په دې معنا چې د بيګ باش ليګ بهرني لوبغاړي د نورو ليګونو په پرتله ډير کم دي.

له دې وړاندې په ياد ليګ کې يوې لوبډلې لپاره د يوه بهرني لوبغاړي درلودل شرط وو خو اوس دغه شرط درې لوبغاړو ته پورته شوی دی.

د افغان لوبغاړو څخه به په ياد ليګ کې محمد نبي او ظاهر خان د ميلبورن رينيګيډز لوبډلې له لوري، راشد خان د اډليډ سټرايکرز، قيس احمد د ميلبورن سټارز او مجيب الرحمن د بريسبين هيټ له لوري ولوبيږي.

د بيګ باش ليګ يوولسم پړاو لوبې د يکشنبې په ورځ د ديسمبر په ۵مه نېټه په سيډني کرکټ لوبغالي کې د تېر پړاو اتلې لوبډلې سيډني سټرايکرز او ميلبورن سټارز لوبډلو ترمنځ پېليږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x