ورزش

کرکټ بورډ د راتلونکي اسيا جام او نړيوال جام لپاره د نولس کلنو لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۴ ليندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکي اسيا جام او نړيوال جام لپاره د نولس کلنو لوبډله اعلان کړه.

کرکټ بورډ وايي دغه شل کسيزه لوبډله کې هغه لوبغاړو ته فرصت ورکړل شوی چې په تېر يو مياشتني تمريناتو کې يې برخه واخيسته او له هغه وړاندې په اړونده سياليو او کمپونو کې پياوړي ثابت شوي او ښه وځلېدل.

افغان کرکټ بورډ د نومبر لومړۍ تر ۳۰مې نېټې په ننګرهار کې روزنيز کمپ نېولی و چې د لوبغاړو پر بدني تکړښت، ډګرساتنې، توپ اچونې او توپوهنې کار وشو.

په دې اړه د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې سرپرست مشر نورالحق ملکزی وايي، «موږ په کابل کې د لوبغاړو لپاره تمریناتي کمپ پیل کړ، چې ۴۵ تنه پکې وو. دوی په کابل کې ۵ لوبې وکړې او په پای کې یې ۲۷ لوبغاړي د جلال‌ اباد/ننګرهار تمریناتي او روزنیز کمپ ته غوره شول. په دغه کمپ کې هم لوبغاړو ۴ لوبې وکړې چې بیا ترې راتلونکو دواړو جامونو ته ۲۰ لوبغاړي غوره شول».

د کرکټ بورډ اجرائيه مشر نصيب خان هم ډاډ ورکړی چې د راتلونکو سياليو لپاره د نولس کلنو کم عمره لوبغاړو هغه لوبډله غوره شوې چې بشپړ استعداد لري او په تېره نږدې کې يې خپله وړتيا ثابته کړې ده.

په دغه نوملړ کې لاندې لوبغاړي غوره شوي، (سلیمان ساپی (لوبډلمشر)، سلیمان عربزی، بلال سعیدي، الله نور، محمد الله، اعجاز مهري، خیبر ولي، ننګیال، عبدالهادي ویکټ ساتونکی، اعجاز احمدزی مرستیال لوبډلمشر، نوید اظهار، بلال سمیع، فیصل، نوید ځدراڼ، نوراحمد، شاهد حسن، یونس، بلال طاهري، خلیل احمد او اسحاق محمدي ویکټ ساتونکی)، شامل دي.

ټاکل شوې ده چې د ۱۹ کلنو اسیايي جام د روانې ديسمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي. په اسیايي جام کې د افغانستان په ګډون هندوستان، پاکستان، سريلانکا، بنګلاديش، کویټ، نيپال او د متحده عربي اماراتو لوبډلې ګډون کوي.

له اسیايي جام وروسته د افغان ۱۹ کلنو لوبډله ویسټ انډیز ته ځي او د ۱۹کلنو په نړیوال جام کې ګډون کوي. افغان لوبډله په سي ګروپ کې له پاکستان، زمبابوې او پي.این.جي سره لوبې لري.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx