ورزش

د نيوزيلند اعجاز پټيل په يوه پاڼۍ کې د هند لس واړه لوبغاړي وسوځول

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۴ ليندۍ، ۱۴۰۰ل): د نيوزيلند لوبډلې سوکه توپ اچونکي اعجاز پټيل د هند پر وړاندې د دوهمې ټيسټ لوبې يوه پاڼۍ کې لس واړه لوبغاړي وسوځول.

اعجاز پټيل د ټيسټ په تاريخ کې دريم لوبغاړی شو چې په يوه پاڼۍ کې د سيال لوبډلې لس توپ وهونکي سوځوي.

له دې وړاندې په ۱۹۹۶م کال کې د هند سوکه توپ اچونکي انيل کمبلې د پاکستان پر وړاندې د يوې پاڼۍ ټول لوبغاړي سوځولي وو.

له هغه وړاندې په ۱۹۵۶م کال کې د انګلستان لوبغاړي جيم لاکر د استرليا لوبډلې پر وړاندې لس ويکټې اخيستې وې.

اعجاز پټيل هندی تبعه نيوزيلندی دی چې په ۱۹۹۶م کال د اته کلنۍ په عمر دغه هېواد ته انتقال شوی دی.

د هند او نيوزيلند په دغه ټيسټ لوبه کې اعجاز پټيل ۴۴ اورونه وکړل، او د ۱۱۹ منډو په بدل کې يې لس ويکټې واخيستې.

هند لوبډلې په دغه پاڼۍ کې ۳۲۴ منډې وکړې، په داسې حال کې چې د نيوزيلند ټوله لوبډله يوازې په ۶۲ منډو وسوځېدله.

د اعجاز پټيل په يادې کارکردګۍ سره د هند انيل کمبلې هغه ته په يوه ټويټ کې د ريکاډ جوړولو مبارکي ويلې، «د ريکاډونو ليست ته پخير راغلې، تاسې ددغې کارنامې خپلولو لپاره په زړه پورې توپ اچونه وکړه».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx