افغانستان

افغانستان کې د حکومتي معاشاتو نوې طرحه؛ تر ټولو لوړ معاش ۲۲۸ زره افغانۍ تعیین شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د حکومتي معاشاتو د نوې طرحې له مخې د ټولو حکومتي مامورینو معاشات تعیین شول، چې تر ټولو لوړ معاش ۲۲۸ زره افغانۍ ټاکل شوی دی.

د حکومتي معاشاتو د نوې طرحې په اساس تر ټولو لوړ معاش(۲۲۸۷۵۰ افغانۍ) د افغانستان اسلامي امارت مشر امیر المؤمنین شیخ هبة  الله اخندزاده ته او تر ټولو ټیټ معاش (۵۰۰۰ افغانۍ) د اتم بست د مامور لپاره تعیین شوی دی.

په دغه طرحه کې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو او مامورینو معاشات راکم شوي؛ خو له درېیم بست څخه د ښکته رتبې کار کوونکو او مامورینو معاشات بیا په خپل حال پاتې دي.

ددې ترڅنګ د افغانستان د رئیس الوزراء معاش (۱۹۸۲۵۰ افغانۍ)، د وزیرانو معاش(۱۳۷۲۵۰ افغانۍ)، د والیانو معاش(۹۱۵۰۰ افغانۍ)، د لومړي بست معاش د(۲۵-۳۰ زرو افغانیو) ترمنځ او د دویم بست معاش د (۱۶- ۲۰ زرو افغانیو) ترمنځ ټاکل شوی دی.

د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل نن ټکي اسیا ته منلې چې د معاشاتو نوې طرحه چمتو شوې؛ خو زیاتوي چې د ان ټي اې او امتیازي معاشونو ورکړه به د تېر حکومت په څېر دوام ولري.

نوموړي د پخواني حکومت د معاشاتو تقسیم بې انصافه بللی او د عدالتي اصل په پام کې نیولو لپاره یې په معاشاتو کې پورته اصلاحات اړین وبلل.

له بل پلوه د اقتصادي چارو شنونکي داسلامي امارت لخوا د معاشاتو اوسني ویش باندې د نیوکې ترڅنګ وايي، چې معاشات باید د ظرفیتونو په اساس تعیین شي.

د اقتصادي چارو پوه سید مسعود داسې وايي: «د پیچلي او ساده کار ترمنځ باید توپير وشي. که داسې نه وي نو له کم معاش سره د سخت او پیچلي کار کارکوونکو د تېښتې لامل کیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته په تیرو درې میاشتو کې د دولتي مامورینو او کارمندانو د معاشاتو د اجراء لړۍ د پخوا په څېر روانه ده؛ خو ځینې دولتي مامورین بیا شکایت کوي چې سوپل سکیل او امتیازي معاشاتو لړۍ یې بنده شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
samiullah

دلته معاشات دزیات کار او مسلک یاهم ددرجی په اساس ندی ویشل شوی که داسی معاشونه کارمندانو ته ورکړی نو زما په اند به ټول خپلې وظیفی خوشی کړی ځکه نشوی کولای چی په دی لږ معاش باندی هم دکور خرڅ او کرتیه پری کړی

محمد

دا خو معلومه نشوه چې دا معاشونه کلني دي او که میاشتني. لطفاً دا مسئله معلومه کړئ بیا به قضاوت ورباندې کوو. مننه

Hizbullah

دمعلیمینو معاشاتو ته سمه توجو پکار ده ځکه دټولني دپرمختګ له همدغو معلمانو څخه شروع کېږي.که دمعلیم ضرورتونه پوره نه وي هغه دتدریس سره ښه رابطه نه ساتي،ځکه چي په مشکلاتو کښي راګیر وي. دلوړ معاش خبره باید له معلیم څخه شروع سوې وای، ځکه چي همدغه دارنه او دقدر وړ شخصیتونه همدغه معلیم روزلي دي. په نوره نړۍ کښي دمعلیم مقام تر ډېرو ریسانو او وزیرانو لوړ دی،خو دلته بیا په صفر کښي ضرب دی. اول تاسي باید د سخت کار پلټنه وکړۍ تر هغه ورسته دهغه کارګر دزحمت نتجه وګورئ بیا دتنخوا اندازه وټاکئ.بیا به نو یو صحي… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx