افغانستان

قطر او ترکیه د کابل نړیوال هوايي ډګر د پاتې برخو د ترمیم او تجهیز هڅه کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): قطر غواړي د ترکیې په همکارۍ د کابل نړیوال هوايي ډګر پاتې برخې ترمیم او بیرته فعال کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد عبدالرحمن آل ثاني په آنلاین توګه د «مدیترانې د خبرو اترو» اوومې ناستې ته د خبرو پرمهال ویلي، چې هېواد یې له ترکیې سره په همکارۍ غواړي د کابل نړیوال هوايي ډګر بیرته ترمیم او مجهز کړي.

نوموړي دغه راز څرګنده کړې چې روسیه، چین او د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د هرقسم کړکیچ په وړاندې اندېښنې ولري.

د آل ثاني په خبره قطر له روسیې سره په اړیکه کې دی او د افغانستان د ټیکاؤ په هکله ددغه هېواد او ګاونډیانو د اندېښنو لرې کولو هڅې کوي.

د افغانستان په هکله د نړیوالې ټولنې د ستراتيژۍ په اړه نوموړی وايي، چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې مشخصه تګلاره نه لري او قطر له خپلې پراخې شبکې څخه په ګټه اخیستنې په سیمه کې د امنیت او ټیکاؤ لپاره کوښښ کوي.

د تیر اګست میاشتې په ۳۱ نیټه امریکایي ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو پرمهال د کابل هوایي ډګر زیاتره برخه او د کنټرول سیستم وسائل او تجهیزات ویجاړ کړل، چې له امله یې د اوږدې مودې لپاره د کابل نړیوال هوايي ډګر په بشپړه توګه له فعالیته لوېدلی ؤ.

که څه هم د افغانستان د هوايي چلند ادارې او د کابل نړیوال هوايي ډګر د انجینرۍ څانګې کارکوونکو د قطر هېواد په همکارۍ ددغه هوايي ډګر یو څه برخې ترمیم او نړیوالو الوتنو ته یې چمتو کړ؛ خو لاهم د کار اړتیا شته چې یاد هوايي ډګر په نړیوالو معیارونو برابر کړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالب مشرانو خو قطر هم لیدلی د دوبی په میدان هوایی چی ښکته شی اکثریت زنانه او مردانه ټول خارجی بخصوص فلیپینی ښخی او سړیو ټول میدان په سر نیولی. ټول میدان د خارجیانو له خواه اداره کیږی آیا دبی چا له ځان سره یوړه؟ ولی دا میدا ترکیې یا قطر دی دوی نسپاری؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx