شعـــــرونه

د دنیا د ګذشت لاره/ محمودي

سيد محمد محمودي

د دنیا د ګذشت لاره عجیبه ده
د سیند سر باندې پرته لکه څپه ده

پرې مغرور نن د ځوانۍ نشه کې غرق دی
خو سبا ته بیا پرې جوړه هدیره ده

پکې هر قسم کړه وړه بې ځایه نه ځي
د راتلونکي ژوند لپاره ذخیره ده

پرې پېړۍ، پېړۍ دي تیرې شي به تیرې
خو انجام یې اخر یوم القیامه ده

له ادمـــه تر دې دمـــه راروانه
د ژوندو د مړه کیدلو سلسله ده

محمودي ژر ده چې ته به هم شې خاورې
مرګ نیولې درته هره ورځ خزه ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x