افغانستان

د افغانستان په څلوېښت کلن تاریخ کې په لومړي ځل د تلفاتو کچه صفر شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت سره په تیرو څلوېښتو کلونو کې په لومړي ځل د تلفاتو کچه صفر ته راټیټه شوه.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند جنرال مبین په یو ټویټ کې څرګنده کړې، چې تیره اونۍ په ټول هېواد کې د بیلابیلو پېښو پرمهال دوه ملکي وګړي وژل شوي او یو بل ټپي دی.

په ورته مهال د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي احمدالله وثیق هم د امنیتي ځواکونو ددې لاسته راوړنې ستاینه کړې او دا یې په تیرو څلوېښتو کلونو کې یو بې ساری امنیتي پرمختګ بللی دی.

ښاغلي وثیق په یو ټویټ کې داسې ویلي: « د افغانستان په تير څلويښت کلن تاريخ کې په لومړي ځل د مرګ ژوبلې کچې صفر ته را ټيټه شوې. د اسلامي نظام بقاء مو سر مال او د هرڅه د خونديتوب ضمانت کوي. د نظام ملاتړ او حمایت د هر افغان مکلفیت جوړيږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پخواني رژیم د حاکمیت او امریکايي ځواکونو د شتون پرمهال په هېواد کې په اوسط ډول ۳۰۰ تنه وژل کېدل او سلګونه نور د خپلو کورونو څخه بې ځایه کېدل.

په افغانستان کې د اسلامي امارت د دویم ځل حاکمیت موده له درې میاشتو څخه اوړي چې ورسره په دغه موده کې د هېواد په بیلا بیلو ولایتونو او مرکز کابل کې سلګونه وړې پراختیايي پروژې سرته رسېدلي او ګڼې نورې لاهم د اجراء په حال کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

Particularly in the last twenty years your group is responsible for the continuation of the poxy war. You have the power and now it is entirely up to you how to deal with it and how to protect it from supporter country and previous ideological extremist friends. For Pakistan is the leadership enemy. It doesn’t matter who it is. Who is in the power?

غمی،پښتین

جنرال مبین ته،
افغانستان خو تاسو طالیبانو نه امنه کړی وه،هره ورځ به مو ،خلک په ځانمرګیو،لارو ماینونو،ډله ایز یرغلونو خلک وژل،بیا به مو افتخار هم په کوه،اوس مو چه د قتل کولو څخه تاسو طالیبانو لاس واخیست امنیت په خپله اتومات ډول راغی،
اوس خلک د لوګی تندی وژنی،پخوا مو په ګولی وژل،

طوطی

د ملا آمین خیټور ځوی بیا څه لګیا ده. افسوس مبینه چی هغه وخت کمری والا موبایل تلیفونه نه ول کنه نو اوس می ستا یو کلپ ټولی دنیا ته وړاندی کاوو.

عبدالله مجید وردک

الحمدلله ثم الحمدلله

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx