ورزش

د نجيب ځدران لوبډلې ډيکن ګلډيټرز د ټي ټين ليګ اتلولي خپله کړه

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۴ ليندۍ، ۱۴۰۰ل): د ابو ظبي ټي ټين ليګ سياليو اتلولي د نجيب ځدران لوبډلې ډيکن ګلډيټرز، دهلي بولز لوبډلې ته په ماتې ورکولو خپله کړه.

د لس اوريز ليګ پايلوبه د شنبې په ورځ د نجيب ځدران او رحمان الله ګربز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د نجيب لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه.

ددوی له لوري د ويسټ انډيز انډري رسل او کوهلر کاډمور په توپ وهنه پېل وکړ چې په لس اورونو کې يې هيڅ لوبغاړی ونه سوځېده او د ياد ليګ تر ټولو زياتې منډې وکړې او سيال لوبډلې ته يې د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه.

انډري رسل په ۳۲ توپونو د ۷ شپږيزو او ۹ څلوريزو په مرسته ۹۰ ناسوځېدلې منډې وکړې، دغه راز د څنګ لوبغاړي يې په ۲۸ توپونو ۵۹ چټکې منډې جوړې کړې. په ياده لوبه کې نجيب ځدران ته د توپ وهنې فرصت په لاس ورنغی.

په ځواب کې د دهلي بولز لوبډلې په ټاکلو اورونو کې ۱۰۷ منډې وکړې او د ۵۲ هنډو په توپير يې ماتې ومنله. رحمان الله ګربز په پايلوبه کې ۱۴ منډې وکړې.

په ابو ظبي ليګ کې افغان توپ وهونکی رحمان الله ګربز د ټورنمنټ غوره توپ وهونکی ونومول شو. هغه په ۱۳ لوبو کې په ۲۸.۵۸ اوسط سره ۳۴۳ منډې وکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x