دیني، سیرت او تاریخ

قرآن کې د استعاذې ذکر

احمد الله عاطفي

قال الله تبارک وتعالی: فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ.(النحل: ۹۸)

ژباړه: نو کله چې قرآن لولې الله ته د رټل شوي شیطان پناه یوسه.

په استعاذې سره خوله او ژبه د الله سبحانه وتعالی په یاد او پناه اخستو سره ډاډمن او پاکیږي، زړه او دماغ روحاٌ او جسماً پیاوړی کیږي، د ښکاره او پټ دښمن چې د دفع او مقابلې توان يې نه لرو مګر د الله سبحانه وتعالی په مرسته او توفیق د هغه له شر او وسواسه په آمن کې محفوظیږو.

د استعاذې ټول الفاظ په قرآنکریم کې یو ځای نه دي ذکر شوي او نه بشپړ آیت دی، بلکه د خبر په توګه ذکر دی.

شیطان او شیاطین نامريي مخلوق دی چې د خیر هیڅ یوه ماده پکې نشته له یوې خوا شر، ګمراهي ته هڅونکي او بلونکي دي.

داسې دښمن چې په کمین کې ناست یوه شیبه هم غفلت نه کوي، په سترګو نه لیدل کیږي، حمله او ګذار يې تباه کوونکی دی.

له مريي دښمنه په فاع او اسبابو ځان ساتلی شئ خو د نه لیدونکي دښمن(شیطان) له ضرره ځان ساتل ممکن نه دی مګر د الله سبحانه وتعالی په مرسته، په همدې اساس الله سبحانه وتعالی لارښوونه کوي چې د شیطان له شیطانته الله سبحانه وتعالی ته پناه یوسئ.

قرآنکریم الفاظو ته اعراب:
کله چې د اسلامي امت لیکې پراخیدې همداسي د ژبو وسعت او زیاتوالی د دې لامل شو چې د صحي قرئت لوستلو لپاره په عربي قواعدو د قرآنکریم الفاظو ته اعراب ورکول شي تر څو د قرآنکریم په تلاوت کې د عجمیانو ستونزه له منځه ولاړه شي.

د دې ستر کار پیل سیدنا حضرت علي (رضی الله عنه) کړی او دده شاګرد حضرت (ابوالاسود الدولي) قرانکریم ته په ابتدايي توګه د ټکو او حرکاتو نښې کېښودې خو دا ډیر ابتدايي وو، نو په همدې اساس د ټکو او حرکاتو په پیژندلو کې یو څه ستونزه وه.

دویم ځل قرآنکریم کلماتو صحي لوستلو په نیت ستر خدمت ته اقدام د پنځم اموي خلیفه (سلیمان بن عبدالملک په ۶۶ ــ۸۶ هجري کال) په دور کې د ده مقتدر والي او قوماندان حجاج بن یوسف وکړ.

حجاج بن یوسف چې په تاریخ کې د ظالم او مستبد په نوم شهرت لري، وړاندې له دې چې د عراق والي و ټاکل شي، یو زړور جنګې قوماندان و، له دي وړاندي يې د معلمۍ دنده درلوده، علمي سطحه يې هم لوړه وه،تاریخ، آدب او ثقافت کې يې ځانګړې پوهه درلوده، دی خپله د قرآنکریم معلم و، ده خپل د ولایت په دور کې دې لور ته ځانګړې توجه وکړه.

د حجاج بن یوسف په مرسته حسن بصري، یحیی بن یعمر او عاصم لیثي(رحمهم الله) د قرآنکریم خط او کتابت ته اعراب (زور ،زیر، پېښ او ساکن) ورکړل چې د عربانو او عجمیانو لپاره يې تلاوت اسان کړ.

له دې وروسته د عربي ژبې وتلی ادیب خلیل احمد الفراهيدي د همزه او تشدید نښې کېښودې.

همدا راز د رکوع نښې د تلاوت اسانیدو لپاره هم وضع شوې.

د اسلامي اُمت مینه او محبت د قرآنکریم سره بې کچې دی چې د تلاوت او مصحف ښکلا لپاره يې څه پکار وي په هر دور کې تر سره کړي او ان شأ الله کوي يې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x