ټولنیزه برخه

فضا او د کائناتو وُسعت /دیارلسمه برخه

سردار ناطق الحق (امین)

زلزله:
د زلزلو په هکله مو په ماشومتوب کې ډول، ډول تعریفونه آورېدلي وو! چې ویل به یې: ځمکه د غوایه په ښکرو ولاړه ده، نو کله چې غویی سر وښوروي، ځمکه هم وښوريږي ؛ یعنې زلزله وشي.
ځینو به بیا ویل چې: ځمکه په اوبو ولاړه ده او اوبه په ماهي، نو کوم وخت چې ماهی لکۍ وښوروي، اوبه هم وښوري؛ اوبه بیا ځمکه ښوروي، نو کله چې ځمکه وښوري؛ زلزله رامنځته کیږي.
خو نه! کیسه داسې نه ده.
د ځمکې فزیکي جوړښت تیکه اي، یا پارچئي دی، یعنې واحد جسم نه لري ، بلکې داسې جوړه شوې؛ لکه هګۍ چې لومړی ماته او بیا یې په جوشو اوبو کې و ایشوې.
په بل عبارت : د ځمکې فزیکي جوړښت عیناً هغو وړوکو نمائشي غرونو ته ورته دی؛ چې په کورونو او پارکونو کې یې مهندسین او تعمیراتي انجنیران (د تیږو له مختلفو ټوټو څخه د سریښو، سیمینټو او یا ګچو په واسطه) جوړوي او له طبیعي جوړښت سره شباهت ورکوي.
یعنې! د ځمکې اندامونه ټوټه- ټوټه دي او دغه ټوټې په حقیقت کې سره بېلې، مګر هره یوه یې پر هغې بلې ورتکیه ده؛ ګواکي د یادو ټوټو ترمنځ یو قسم اتصال شته، چې د سریښ په توګه کار ورکوي! خو زما په ګمان دغه سریښوالی همغه د ځمکې هستوي جاذبه ده، چې یوه له بلې څخه بېلتون ته نه پرېږدي.

نو دا چې ځمکه دوه بیروني ( وضعي او انتقالي) حرکتونه لري، همدا ډول یې داخلي حرکتونه هم شته، چې تر ټولو ستر حرکت یې هستوي حرکت دی؛ چې یاد حرکت همغه د آلن کمربند، یا مقناطسي میدان هم جوړوي.

نو کله چې داخلي حرکات رامنځته کیږي او په ساده اصطلاح سره ((ځمکه خپله شخي باسي)) نو صفحات هم یو پر بل نیرو او قوه واردوي، خو دا قوه ځینې وختونه تر حد اوړي، نو ځکه خو د صفحاتو ژۍ یوه له هغې بلې څخه خطا کیږي ؛ عیناً لکه یو شی چې پر بل تکیه شي او هغه بل د دغه لومړني شي د نیرو تاب را نه وړي؛ چې په نتیجه کې لومړنی شی ترې خطا کیږي او دغه حالت یو ډول ضربان تولیدوي او همدغه ضربان زلزله ده.

خو تر ټولو ساده تعریف د زلزلې به بیا دا وي چې؛ د دېوال په سنکارۍ کې (د فشار له امله) کومه تیږه ووزي؛ نو څه پېښيږي؟ معلومه ده چې: دېوال به یا نړیږي او یا خو به لږ ترلږه ښوري او درځونه به کوي.
بس، بس ! زلزله همدغه ده!
یعنې ځمکه عیناً د دېوال لاندینۍ سنکارۍ ته ورته ده، چې د ټولو ډبرو زور یو پر بل ورغلی، چې د هرو دوو ډبرو تر منځ اصطکاکي قوه شته، خو ځینې وختونه د زیات فشار له امله بعضې ډبرې خپله کمزوري وړاندې کوي او د واردې قوې په مقابل کې د مقاومت پر ځای عکس العمل ښیي، بیا نو خامخا یو ډول ښورښ رامنځته کیږي؛ چې همدغه ښورښ ته زلزله وایي.

نور په بله برخه کې ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx