افغانستان

د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ افغان پلاوي پاکستان ته سفر وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني په مشرۍ افغان پلاوي نن د یکشنبې په ورځ پاکستان ته روان شو.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي وايي، چې نوموړی به په دغه سفر کې له پاکستاني چارواکو سره پاکستان کې د افغان محصلینو د ستونزو د حل، افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو د ترلاسه کولو او یو لړ نورو مسائلو په هکله خبرې او بحثونه وکړي.

باید وویل شي چې دا مهال زرګونه افغان محصلین د پاکستان په مختلفو پوهنتونونو او تحصیلي ادارو کې په لوړو زده کړو بوخت دي، چې یو شمېر یې له ستونزو سره هم مخ دي.

پاکستان کې په زده کړو بوخت افغان محصلین زیاتره د کوربه هېواد د تحصیلي ویزو او سفري د ترلاسه کولو پرمهال له زیاتو ستونزو څخه کړیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اسلام زنده باد

شیخ حقانی صاحب، په دیر مهارت باید د پاکستان د برسونو تعداد کم کری، کوشش وکری پاکستان ته زوانان مه لیژی، مالیزیا، ترکیه مصر او تکره معتقد زوانان اروپا او امریکا ته د لورو زده کرو لپاره واستوی، زکه اصلی تکنولوژی د اروپا او امریکا سره ده.

فرهاد

ده پاکستان تعلیمی نظام خو ده افغانستان په پرتله ډیر غیر اسلامي دي نو دوی لی خپل اینده نسل په غيراسلامي نصاب اوتعلیم تربیه کوي. ده باکستان خو ښه دی چی انګلیستان امریکا ترکی، امارات،سعودی مصرته یی واستوی

Sayed

زموږ شينواری مولوي صاحب چې د اکوړې مدرسې په سياسي څانګه کې هم شموليت لري، نو نوی نصاب به هېواد ته د خپلې اړوندې مدرسې او که له پنجابي بنسټ څځه راوړي؟ افغانستان خو اوس له يوې څلمې د اکوړې د مدرسې يوه څانګه شوه، نو زموږ هېوادنی نصاب مذهبي وي او که عصري؟ رئيس الوزراء خو وويل چې شرعي اسلامي علم فرض دی او دا که د چا وس وو او فرصت ورته پيدا شو ښه ده او که نه، نو ….

طوطی

بس هلته یی کور ده حتمآ به ځی او راځی څلور میاشتی یی تیری شوې باید یو وار خو ولاړ شی. خو دا وزیر دی الله بیرته نراولی عالی تحصیلات یی بند کړل اوس ځی چی خپل راپور د کامیابی خپلو بادارانو ته ولاړې کړی.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x