افغانستان

سبا ته په ۱۴ نورو ولایتونو کې د پاسپورت ویش پیلیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ‍۱۴ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ لوی ریاست سرپرست مولوي علم ګل حقاني وايي، چې سر له سبا څخه به په ۱۴ نورو ولایتونو کې د پاسپورت د ویش بهیر پیلیږي.

علم ګل حقاني دا څرګندونې نن د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې ناستې ته د وینا پرمهال کړي او خبرداری یې ورکړی چې باید هیڅوک جعلکارانو ته پیسې ورنه کړي.

هغه وايي، ټاکل شوې ده چې سر له سبا څخه په بادغیس، نیمروز، پکتیکا، لغمان، کونړ، تخار، زابل، ارزګان، جوزجان، بامیان، سمنګان، بغلان او بامیانو کې د پاسپورتونو د ویش بهیر بیرته پيل شي.

نوموړي ټینګار کړی چې په کابل کې به هم د پاسپورټونو د ویش لړۍ ډیر ژر بیرته پیل کړي.

حقاني له خلکو یوځل بیا غوښتنه کړې چې په جعلي اسنادو د پاسپورټ ترلاسه کولو هڅې ونه وکړي او نه هم کمیشن کارانو ته پیسې ورکړي.

د پاسپورټ عمومي رئیس دغه راز د ولایاتو خلکو ته سپارښتنه کړې چې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره باید مرکز ته را نه شي، بلکې له خپلو ولایاتو څخه یې پاسپورټونه ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د پروان، کاپیسا، لوګر، میدان وردګ او غزني ولایتونو په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټونو د ویش لړۍ پيل شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx