افغانستان

افغانستان کې د ځنګلونو د ساتنې لپاره «شنه قطعه» جوړیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې د ځنګلونو د ساتنې لپاره د«شنې قطعې» په نوم ځانګړی ځواک جوړ کړي.

دغه ځانګړې قطعه به د هغو کسانو په کلکه مخنیوی کوی چې میوه لرونکې او بې نورې ونې پرې کوي. افغان کابینې ددې قطعې د جوړولو طرحه تصویب کړې او دامهال یې په جوړښت کار روان دی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو او اوبو رسولو معین مولوي شمس الدین شریعتي په دې هکله داسې ویلي: «مونږ پلان لرو څو د شنې قطعې، ولسي ټولنو او همدارنګه د مامورینو د تشکیل په زیاتوالي سره نه یوازې داچې د پستې د ونو د پرې کولو مخه ونیسو بلکې د هېواد په کچه د ټولو ځنګلونو د پرې کولو مخنیوی وکړو.»

په ورته مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي هم د ځنګلونو د ساتنې لپاره د ځانګړې قطعې د جوړولو خبر ورکړی دی.

نوموړی وايي، داسې یوه پوځي قطعه د جوړېدو په حال کې ده چې له ځنګلونو څخه ساتنه وکړي، د افغانستان د ځنګلونو له وهلو څخه به ساتنه او بهر ته د لرګیو د قاچاق مخنیوی به کوي.

له بل پلوه د بلخ او کونړ ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي د اسلامي له دغه کار څخه ستاینه کوي او وايي د پخوا په پرتله اوس د ځنګلونو د وهلو کچه کمه شوې ده.

د کونړ ولایت اوسېدونکی عبدالله داسې وايي: «مونږ د اسلامي امارت دا هڅې ستایو، ملاتړ یې کوو او ورڅخه غوښتنه کوو ترڅو په دې هکله زیاته پاملرنه وکړي او په بشپړه توګه د ځنګلونو د وهلو مخنیوی وکړي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د شمېرو ترمخه سږکال په هېواد کې د پستې حاصلات د پخوا په پرتله زیات شوي وو.

که څه هم یاد وزارت په دې هکله دقیقې شمېرې نه دي اعلان کړي؛ خو ټینګار کوي چې سږکال یې له ۳۹ ټنه څخه زیاته پسته له هېواده بهر صادره کړې ده.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو او اوبو رسولو معین مولوي شمس الدین شریعتي وايي، تیر کال (۱۷۳۰۱) کیلو ګرامه پسته بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې وه؛ خو سږکال بیا تراوسه پورې (۳۹۳۹۷) کیلو ګرامه پسته بهر ته صادره شوې، چې د تیر کال په پرتله یو برابر زیاتوالی په ډاګه کوي.

هرات، بادغیس، فاریاب، بلخ، سرپل، سمنګان، جوزجان، کندوز، بغلان، تخار او بدخشان هغه ولایتونه دي چې په هېواد کې د پستې تر ټولو زیات طبیعي ځنګلونه لري او د پستې صادرات هم له دغو ولایتونو څخه ترسره کیږي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x