
د ترکيې پر ولسمشر د بمي چاودنې هڅه ناکامه شوه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): ترکي رسنۍ وايي، پر ولسمشر رجب طيب اردوغان د بمي چاونې هڅه ناکامه شوې ده.
رسنيو د ترکيې د ولسمشر د ځانګړي ساتونکي ځواک په حواله ويلي، چې ولسمشر اردوغان په سويلي سيرت ولايت کې يوې ولسي غونډې ته د وينا لپاره روان و، دغه مهال د ولسمشر د ساتونکو په هغه موټر پورې ماين موندل شوی، چې د نوموړي خپل موټر ته نږدې روان و.
د رپوټونو له مخې د ماين خنثا کولو ټيم سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلی او چاودېدونکي توکي يې له منځته وړي دي.
ترکي رسنۍ وايي، دا ماين له لرې کنټرول کېدونکی و او موخه يې د ولسمشر اردوغان ترور کول و.
د واکمن عدالت او پراختيا ګوند مرستيال حمزه داغ د ترکيې سي ان ان ټلويزون ته وویل، ترهګرو غوښتل، چې د دې چاودنې په مرسته په هېواد کې اړی ګړی جوړ کړي، خو خپلو شومو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغلل.
د بمي چاودنې د ګواښ سربېره هم ولسمشر اردوغان په سيرت ولايت کې ولسي غونډې ته خپله وينا وکړه او خبرداری يې ورکړ، چې د ترهګريز فکر لرونکو کسانو لپاره په ترکيه کې ځای نه شته او نه به دا ډول کړنې بريالۍ شي.
رپوټونه وايي، تخنيکي ټيمونو او امنيتي ځواکونو د ګوتو نښې موندلي او د پېښې په تړاو يې د شواهدو په راټولو پلټنې پيل کړي دي.
د بمي برید د ناکامې هڅې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي او نه هم حکومت تر اوسه چا ته د ملامتيا ګوته نيولې ده.
هسې ډرامه ده، خپلو سیاسي مخالفینو ته بهانه جوړوي.
اردوغان اول ترک دی بیا مسلمان !