افغانستان

په تېره میلادي میاشت کې سلګونه دولتي مامورین له طالبانو سره یوځای شوي دي

نن ټکی آسیا(دوشنبه، زمري ۱۳مه، ‍۳۹۳): طالبانو د تېر په څېر د دعوت، ارشاد، جلب او جذب په نامه د کمیسیون میاشتنی راپور خپور کړی دی او ويلي يې دي چې په تېره میلادي میاشت کې له دوی سره د همدې کمیسیون په هڅه ۲۱۴ تنه دولتي کارکوونکي یوځای شوي دي.

طالبانو په خپله برېښنا پاڼه کې په راپور کې د وررسره یو ځایو شویو اشخاصو نوم، د پلارنوم، د سیمې نوم او د ور وړل شویو مهماتو نومونه هم خپاره کړي دي.
د دې راپور په اساس په تسلیم شویو کې چې ډېری يې نظامي کسان دي، د ملي اردو، پولیسو او اربکیانو له لیکو ګڼ کسان ورغلي دي. پر دې سربېره پکې څوتنه د سپېشل فورس په نامه د ځانګړو ځواکونو له لیکو هم ورغلي دي.

ویل کېږي چې د نظامي کسانو د تسلیمۍ تر ټولو سترعلت د دوی په خپل منځ کې بې باوري او کمزورې روحیه ده.
له طالبانو سره پخواني یو ځای شوي نظامي مسوولین په ځینو ویډیو کلیپونو کې راښکاره کېږي چې په خپلې کمزورۍ اعتراف کوي.

د دوی په خبره دوی جګړه د قربانۍ په نامه نه کوله، بلکې د میاشتې پای ته به يې د ځان د ژوندي پاتې کېدو هڅه کوله چې خپل معاش واخلي.
ویل کېږي چې د طالبانو دغه پروسه په ولس کې هم له بشپړ محبوبیته برخمنه ده.

د چارو د شنونکو له قوله د طالبانو دغه ډول مستند راپورونه د پاتې ځواکونو په روحیه خورا بده اغېزه کوي او په ډاګه څرګندېږي چې د طالبانو په هر میاشتني راپور کې د تسلیم شويو افرادو کچه مخ پر لوړېدو ده.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم د غور ولایت په غورماچ ولسوالي کې یو تن دولتي قومندان حبیب الله له خپلو دېرشو مسلحو ملګرو سره د طالبانو په لیکو کې ننوت او له ځانو سره يې ګڼ مهمات هم وړي دي.

دولتي مسوولینو د طالبانو د دې راپور اړوند څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x