شعـــــرونه

عجله مۀ کوی لږ صبر وکړی/ حيدري

محمد اغا حيدري

لږ شئ نو صبر دا حالات به سم شي
را باندې وضع قیودات به سم شي

ګرځي را ګرځي په اوږدو لارو کې
د دوی بې ځایه حرکات به سم شي

ستړي ستومانه دې دیدن پسې شو
ستا د لیدو ټول امکانات به سم شي

موږ اراده کړې شړو مفسدین
د امارت ټول تشکیلات به سم شي

سم مې بیګاخوب کې لیدلي حالات
زما د ژوند خوب او خیالات به سم شي

تنزیل ونه کړې بریمن هېواده!
ستا د وجود ټول مشکلات به سم شي

عجله مۀ کوی لږ صبر وکړی
شته نیمګړتیاوې نقصانات به سم شي

حیدري! ته ورته تشویش مه کوه
دغه ړنګ بنګ مات او رامات به سم شي

محمدآغا حیدري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

د قطر د بهرنيو چارو وزير خو خطرناکې څرګندونې وکړې.
ايا افغانستان د بې بربادۍ سره مخ دی؟ قطري وزير خطرناکې څرګندونې وکړې | خبریال (khabarial.com)
الله دې يې سم کړي، خو زموږ وړاندېينې چندان سمې نه او له حقيقت ليرې وي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx