افغانستان

بلخي: د مخکیني رژیم کارکوونکي د پخواني مخالفت له امله نه ځورول کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت «مجاهدین» د بښنې فرمان پلي کولو ته ژمن دي او د پخواني رژیم کارکوونکي د مخکیني مخالفت له امله نه ځورول کیږي.

دا څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن د یکشنبې په ورځ ناوخته په خپلې ټویټر پاڼې کړې دي.

نوموړي په یو ټویټ کې خبرداری ورکړی که چیرې د اسلامي امارت هر غړي د بښنې له «فرمان» څخه سرغړونه وکړه، قانوني چلند به ورسره کیږي او سزا به ورکول کیږي.

ښاغلي بلخي دغه راز څرګنده کړې چې د پېښو ټینګه پلټنه به کیږي؛ خو زیاته کړې یې ده چې بې ثبوته شایعات ورته معتبر نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون ۲۲ هېوادونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا وکړه چې افغانستان کې د پخواني رژیم د منسوبینو مرموزې وژنې او جبري تري تم کول جریان لري او په دې هکله یې اندېښنه ښکاره کړه؛ خو افغان امنیتي چارواکي بیا دغه ادعاوې ردوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

دالله نه به یی څنګه پټ کړی خپل جرمونه
ان شاء الله د حساب ورځ به راځی
او زمریان لا ژوندی دی چه په دنیا مو هم د جهنم کندو ته واستوی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx