افغانستان

د کابل ښار ټرانسپورټي شرکتونه «مرکزي ترمینل» ته لیږدول کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): کابل ښار کې د ګڼې ګوڼې د کموالي او ترافیکي نظم په موخه د ښار له مختلفو برخو څخه ټرانسپورټي شرکتونه د پلازمینې ټرانسپورټي ترمینل ته لیږدول کیږي.

دا څرګندونې تیره ورځ د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ټرانسپورټي شرکتونو له مسئولانو سره په لیدنه کې کړي دي.

د کابل ښاروالۍ په ټویټر پاڼې د خپاره شوي مطلب له مخې په دغه لیدنه کې کابل ښاروال د ټرانسپورټي شرکتونو مسئولینو ته ویلي، چې د پلازمینې ټرانسپورټي ترمینل په کابل ښار کې رسمي او معیاري ترمینل دی چې د هېوادوالو د مصئون او آرام سفر په موخه د ټرانسپورټ وزارت او سرې میاشتې له لوري جوړ شوی دی.

ښاروال دغه راز اړونده ادارو ته لارښوونه کړې ترڅو د کابل ښار له بیلابیلو برخو څخه ټرانسپورټي شرکتونه د ښار مرکزي ترمینل ته ولیږدوي.

باید وویل شي چې دا مهال د کابل ښار په مختلفو برخو کې په زیات شمېر غیر معیاري ټرانسپورټي شرکتونه فعال دي، چې د ښاري نظم د اخلال او په ښار کې د بې ځایه ګڼې ګوڼې باعث ګرځېدلي دي.

کابل ښاریان د ښاروالۍ له دې پرېکړې څخه هرکلی کوي او غوښتنه یې داده چې باید یاده پرېکړه په جدیت سره پلې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

الله دی پکی برکت او خیر واچوی ښه تصمیم دی. په پرمخ تللو هیواد کی هیڅ یو ښاری بس کی دوه دری کسه مؤظف نوی. هر ښاری بس صرف یو دریور لری، کلینر نشته. خلک ټکټ رانیسی او ټول د بس د مخی دروازی څخه په یوه صف یا لین کی ولاړ وی په ښه نظم سره بس ته پورته کیږی او خپل ټکیټ دریور ته ورکوی او بیا ځی په یوه سیت یا چوکی باندی کینی. کچیری چوکیانی ټولی ډکې وی بیا دریور د بس دروازه تړی او خلک نور بس ته نه را پورته کیږی. د کابل او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x