افغانستان

یوناما په افغانستان کې خپل فعالیت نور هم پراخوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵لیندۍ، ۱۴۰۰ل): یوناما په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د پراخولو ترڅنګ هڅه کوي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني هم آزاده کړي.

دا څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ(یوناما) مشرې «ډیبورالاینز» د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیرمحمد عباس ستانکزي سره په لیدنه کې کړي او زیاته کړې یې ده، چې په افغانستان کې د ډاډمن امنیت له امله یې خپل ټول دفترونه پرانیستي او ټول بهرني او کورني همکاران یې په کار بوخت کړي.

آغلې لاینز دغه راز ویلي، چې ددوی هڅې په دې متمرکزې دي ترڅو نړیوال په افغانستان کې خپل سفارتونه بیرته پرانیزي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یو لړ ټویټونو له لارې څرګنده کړې چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي ستانکزي د افغانستان سیاسي او مالي ټیکاؤ په خاطر د یوناما له هڅو څخه د مننې ترڅنګ په تعلیمي برخه کې ډاډ ورکړ او د معلمینو د معاشاتو د اجراء په اړه یې ورڅخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (یوناما) په افغانستان کې د خپلو ټولو دفترونو د پرانیستلو سربیره د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د آزادۍ او بهرنیو سفارتونو د پرانیستو هڅې په داسې مهال کوي چې تازه د متحدو عربي اماراتو او سعودي عربستان په ګډون یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې خپل ډیپلوماټیک فعالیتونه پیل کړي او تمه ده چې د فرانسې او جرمني په ګډون د اروپايي ټولنې ګڼ هېوادونه هم په کابل کې خپل سفارتونه بیرته پرانیزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

والله چی شیرو ښه فعاله سړی دی. داسی چی ټول لکه شیرو فعاله وسی انشاءالله هر څه به ښه شی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx