افغانستان

“ملي مقاومت” په نوم د غيرمسوول وسله‌والو جبهې د افغانستان خلاف د بليک واټر څخه مرسته غوښتې وه 

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د ملي مقاومت په نوم غيرمسوول وسله‌والو جبهې چې تر ډېره پر ټويټر او فسبوک فعال دي د افغانستان خلاف د بدنامې امریکايي مليشې “بليک واټر” څخه مرسته غوښتې وه.

تهران ټايمز په يوه راپور کې د “ملي مقاومت جبهه” په نوم ډلې د ناکامۍ اساسي علت د بليک واټر شخصي مليشو څخه د سرپرست افغان حکومت خلاف د مرستو غوښتنه ګڼلې ده.

راپور زياته کړې چې د دغې جبهې تش په نوم  مشر احمد مسعود د تاجکستان په دوشنبې ښار کې د بليک واټر له مشر ايرک پرنس سره کتلي وو.

بليک واټر چې امریکايي شخصي مليشې دي چې د امريکا له حکومت سره د امنیتي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره قراردادونه کوي. بليک واټر د ٢٠٠٣ز کال راهیسې د امریکا استخباراتي ادارې سره قراردادونه لري.

دغه بدنامه مليشه وروسته له هغه مشهوره شوه چې په ٢٠٠٧ز کال په عراق کې ١٧ عراقي ملکي وګړي ووژل او ٢٠ نور يې ټپيان کړل.

د يادونې وړ ده چې د ملي مقاومت په نوم د غيرمسوول وسله‌والو دغه جبهې په داسې حال کې د افغانستان د حکومت خلاف د مقاومت غږونه پر ټولنیزو رسنیو کې پورته کول چې په پنجشير کې يې مشرانو  د تېښتې لپاره هليکوپترې درولې وې.

دغه جبهې خلاف تر هغه وروسته افغان حکومت عملیات پيل کړل چې د سولې خبرې يې رد کړې.

يادې جبهې مشرانو د څو ورځو مقاومت وروسته پنجشير پرېښود او تاجکستان ته وتښتېدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

دغه د لنډغرو سقاوي او افغان دښمنه جبه بالکل افغانان ندى. بايد د افغانستان اسلامي امارت يې د افغانستان تابعيت منسوخ کړي او پاتې شوني جايداد يې چي د افغان ولس څخه غلا کړي ترينه ضبط بيت المال ته وسپارل شي. بل دا چې دا منافقين د شوروي اتحاد د افغانستان د اشغال د وخته تر ننه پورې د غربي او شرقى کفري اشغال ګرو په چوپړ کې وه. انشاالله د بلک واټر سره يو ځاى د جهنم د سوني لرګي شي. الله تبارک و تعالى د منحوسې جبهې غټ امريکايي بادار په ګونډو کړو، بلک واټر به يې څه… نور لوستل »

اسلام زنده باد

د طالبانو میدیا او تبلیغ دیر ضعیف دی، طالبان دی ولایاتو او ولسوالی علماوو ته د مسعود دزوی او بلک واتر په اروند معلومات ورکری او هغوی دی دیته وهسوی چی په دی اروند کافی بحث د شریعت لمخی وکری

طوطی

د طالب بتلیغ ضعیف نه چی بالکل پدی قسمت کی ناکامه دی. ملا حقانی په اوله ورځ مسعود ته قهرمان وویل فکر یی کاوو چی ممکن د ملی قهرمان په ویلو به د هغه ځوی او نور لنډغر سړي شی او را به شی. باید د مسعود عکسونه له ټولو ځایو څخه ټول شی، هغه چهارایانی چی د مسعود په نوم دی هغه هم نورو نومونو ته تبدیلی شی. د څه شی قهرمان؟ روسانو سره یی پروتوکول وکړ روسان یی وهڅه ول چی جنوب او د جنوب غرب حوزی بمبارد کړی. مسعود ټول عمر د حزب اسلامی مجاهدینو سره جنګ… نور لوستل »

Karwan

ستړي مشي طوطي،
بلکل د مسعود فاشيست او دهغه دبانډ په مورد مو حقيقت بيان کړي! کور مو اباد، مننه. کاروان

طوطی

یار لندغر نور د منلو وړ کسان ندی او نه هم ملت پری نور اعتماد کولی شی. هغوی صرف خپلو شخصی منافعو لپاره کار کوی. طالب دی خپلی وعدی خلکو ته پوره کړی، افراطییت څخه دی لاس واخلی، متعصبه جاهله کسانو ته دی حکومت کی ځای نه ورکوی، اصلاحات دی را منځ ته کړی، د پاکستان غلامی دی نوره پریږدی خپل کورونه دی افغانستان را انتقال کړی، د ضعیفی اردو خبری دی نکوی، زمینه د کار دی ټولو ته برابره کړی نه صرف یو ملا ته. د وسلو قاچاقبران دی افشا کړی، دا چی څومره وسلی به په پټو لارو… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx