افغانستان

قطر: نړيواله ټولنه د افغانستان په اړه روښانه تګلاره نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ‍۱۵ لیندۍ، ۱۴۰۰ل):  د قطر د بهرنيو چارو وزیر شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وايي، نړيواله ټولنه د افغانستان په اړه روښانه تګلاره نه لري او دوی هڅه کوي، چې له ټولو ښکېلو هېوادونو سره په ګډه د افغانستان په اړه يوه روښانه سټراټيژي جوړه کړي.

محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د ايټاليا پلازمېنې روم کې يوې انلاين غونډې ته د وينا پر مهال وویل، بشري مرستې بايد له سياسي اړيکو او سياسي پرمختګونو سره ونه تړل شي.

د قطر د بهرنيو چارو وزير زياته کړې: «دا به انصاف نه وي، چې د طالبانو د واک تر لاسه کولو سزا افغان ولس ته ورکړل شي او بشري مرستې له سياسي اړيکو او سياسي پرمختګونو سره وتړل شي.»

د امريکا له لوري د افغانستان لس ميلياردو کنګل شوو پيسو په اړه د قطر د بهرنيو چارو وزير ويلي، افغان حکومت نه شي کولای، چې خپلو مامورينو ته تنخواوې ورکړي او دا کار د ترهګرۍ ستر ګواښ رامنځته کولای شي.

شيخ محمد بن عبدالرحمن ويلي، که امريکا د افغانستان کنګل شوې پيسې ازادې نه کړي، دا به اقتصادي کړکېچ رامنځته کړي، ستونزې به زياتې شي او ښايي ترهګر له دې موقع څخه ناوړه ګټه پورته کړي او افغانستان کې امنيتي ستونزې او ننګونې رامنځته شي.

نوموړي پر امريکا او نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغانستان له نوي حکومت او افغان ولس سره تعامل وکړي او په افغانستان کې پاتې شي.

قطر هغه يوازينی عربي هېواد دی، چې په عين حال کې له امريکا او د افغانستان له اسلامي امارت سره ښې اړيکې لري او له تېرو څو کلونو راهيسې د افغانستان سولې خبرو کوربه و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اسلام زنده باد

په لور سر کی برنامه واضحه دی هغه داجی افغانستان دی ضعیف وی، معادن دی د نورو وی داسی یو دولت دی وی چی نه ملک جور کری او نه هم د یو مخه سقوط وکری

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx