نظــر

د بیو د لوړوالي سببونه او حل لارې یې

عبدالجبار وحدت

په اقتصاد کې د بیو تعادل یا مطلوبه کچه خورا اړینه ده، مطلوبه کچه هغه حالت ته وایي کوم چې د دولت او عامو افرادو لپاره مطلوبیت ولري او دوی پرې راضي وي، یا سیاستوال ته هغه قیمت چې په اسانۍ سره وکولی شي د پیسو موخه تر لاسه کړي، مطلوب قیمت دی.

دلته ډېری وخت د بیو نوسانات موجود وي او ډېری هیوادوال یې پر ملا غوټ مات کړې دي.

راځو د بیو د لوړوالي سببونو ته

د بیو د لوړوالي سببونه

معمولاً د اجناسو بیو لوړېدل یو سبب نه لري، بلکې زیات علتونه لري چې په لاندې ډول دي؛

د بیو د لوړوالي پیسیز(پولي) سببونه
د بیو د لوړوالي توکیز سببونه
د جوړښت له کبله د بیو د لوړوالي سببونه
د بیو د لوړوالي رواني سببونه

چې په هر یوه به  لنډ بحث وکړو

د بیو د لوړوالي پیسیز(پولي) سببونه
د بوديجې د کسر سیاست تطبیق: معمولاً دولت د کسر سیاست د تطبیق پر مهال لګښتونه ډېروي او دولتي عواید محدودوي چې دلته هم په بازار کې ټولیزه تقاضا ډېروي او هم په بازار کې د انفلاسیون(Inflation) یا د پیسو د پړسوب امکان زیاتېږي.

د دولت د لګښتونو په جوړښت کې تغیر ( منفي لوري ته تلل): د دولت لګښتونه هم نهایي زیات اغېز لري، په لوړېدو یې قیمتونه تغیر کوي او په ټېټیدو برعکس.
په دولتي برخو کې د استخدام لوړوالی: استخدام لوړوالی هم په بازار کې د نغدو پیسو د زیاتوالي یو له اساسي علتونو څخه ګڼل کېږي او همدغه وجه ده چې په بازار کې د معاشاتو د ورکړې په پار تشبثاتي عواید نشته، دولت مجبور دی، نوې پیسې چاپ کړي، چې د پیسو  پړسوب رامنځته کوي.

سپما سويو پیسو کارول د بیو جګوالي له کبله:
معمولا ډېری وخت بازار ته د رواني او تبلیغاتي ستونزو له کبله سپما شوې پیسې راوځي او پولي پړسوب رامنځته کوي چې د بیو په لوړوالي کې رغنده رول لوبولی شي.

د یو بد رواني حالت جوړول چې سپما کوونکې پیسې په اسعارو تبادله کړي: بد رواني وضعیت هم قیمتونه نهايي زیات لوړولی شي، چې ښه مثال یې د ډالرو د نرخ لوړېدل وو آن تر ۹۵ افغانۍ او همدارنګه د کابل له سقوط سره سم د افغانستان انترنشنال په نوم تلویزیون دی، د ددوی Mission د افغانانو رواني حالت خرابول دي، چې پروپاګنډا په د‎ې برخه کې رغنده رول لرلی شي.

د پیسو په وسیله د ثابتو شتمنیو رانیول: ډېری وخت د رواني او تبلیغاتي له رویه کوښښ کوي نغدي پیسې بازار ته عرضه کړي او ثابتې شتمنۍ لکه موټر او کورونه اخلي چې د پیسو د پړسوب ستونزه رامنځته کولی شي.

د بیو د لوړوالي توکیز سببونه:
د توکو د تولید کمښت: معمولاً د عرضې کمښت او تقاضا زیاتوالی د بیو کچه لوړوي، په دې برخه کې بارز رول لري.

د توکو د تمام شوي قیمت لوړوالی او د انتقال لګښتونو لوړوالی: تمام شد لګښتونه، ټرانسپورټ، مالیاتي تعرفې هم رغنده رول لري.

په ترانسپورت او انتقالاتو کې موانع او ستونزې
اقتصادي بندیزونه: هم خورا ژور اغېز لرلی شي.
په نړیوال بازار کې د توکو د بیو لوړوالی
د داخلي کرنسۍ خارجي ارزښت له لاسه ورکول
احتکار او د پانګوالو او مولدینو دقیق مالومات نشتون: له بده مرغه چې په دې ټولنه کې احتکار کچه خورا لوړه ده او په شریعت کې یې کلکه منعه هم راغلې حتی دا خطاب شوی( چې محتکر دې هلاک شي)، نو ډېری وخت تجاران نفت او خوراکي مواد جمع کوي او قیمتیو ته یې ساتي.

د جوړښت له کبله د بیو د لوړوالي سببونه:
د پرمختګ او د تولید عواملو تر منځ نامساوات
د خپل سري سیستم موجودیت او د ښه بانکي سیستم نشتون
په ازاد بازار کې د سود د بیې لوړوالی په ځانګړې توګه په پراختیایي هیوادونو کې
سیاسي سببونه
د د ولت په رسمیت نه پېژندنه
نړیوال اقتصادي بندیزونه
د پشتواني په IMF کې کنګل کېدل
سیاسي بندیزونه او کساتونه
د بیو د لوړوالي رواني سببونه

د ټول اقتصاد په اړه بد نظر رامنځته کیدل: رواني لحاظ د خلکو عدم خوشبیني هم یاده ستونزه ډېره زیاتولی شي.
د ځینو ذهنونو شتون چې د ورځپاڼو پروپاګنډ قبلوي: ځینې ورځپاڼې هم ډېر بد او خطرناک تبلیغات کوي چې اغېز یې ډېر بد دی.
ازاد بازار شتون: د دولت نه مداخله د دې سبب شوي چې هر څوک د بیو په برخه کې تر خپل وس پورې زیاتی وکړي.

د بیو د مخنیوي لارې چارې
د پیسو د سیاست لارې ګودرې:
د دولتي پور اسنادو نشرول
له لازمو سپماوو څخه ګټه پورته کونه
له کریډیټي سیاستونو څخه د سوداګرو لپاره ګټه پورته کونه
د توکو د سیاست لارې ګودرې

د دولت کارکوونکو تقویه د لویې مصرفي کته ګورۍ په حیث
د تولیدي موسساتو تقویه
بلا عوضه مرستې
ملاتړې مرستې
عوضي سیاست څخه کار اخیستل
په سرحد کې معمولا په مشابه یا هغو اجناسو چې د هیواد په داخل کې تولیدیږي ،لوړه
ګمرکي تعرفه وضع کول
دولت ته په کار ده چې نرخنامې ترتیب او تطبیق کړي .
کوچنۍ او کنترولي لارې ګودرې
قوانینو او طرزالعملونو جوړول د سوداګرو د ګټې په منظور
د احتکار د مخنیوي لپاره لازم اجرات کول
د بازار د نظم او قیمت د کنټرول په پار باید مسؤل چارواکي یا دولت په بازار کې مداخله وکړي ، همدارنګه د ازاد بازار تر مطلوب حالت پورې مخنیوی وکړي.
همدارنګه په داخل کې د لومړنیو موادو( بوره ،چای، وړه ، غوړي، درمل) ته د تولید زمینه سازي باید وشي.

درنښت

ماخذونه:

سیاست پولی.سید مسعود
سیاست مالي.جمشید پژویان
w.w.w. Monetary policy.com
w.w.w. Fiscal policy.com

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx