ورزش

نیوزیلند ته په ماتې ورکولو هند په ټیسټ درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د هند او نیوزیلند کرکټ لوبډلو ترمنځ دوهمه ټیسټ لوبه د ۳۷۲ منډو په ستر توپیر هند وګټله چې په دې سره یې د ټیسټ درجه بندۍ لومړی مقام خپل کړ.

له شل اوریز نړیوال جام پرلپسې وروسته د هند او نیوزیلند ترمنځ د درې شل اوریزو او دوه ټیسټ لوبو سیریزونه ترسره شول، چې په شل اوریزو کې هند په ۳-صفر او په ټیسټ کې په ۱-صفر بریا خپله کړه.

هند د دوهمې ټیسټ لوبې په سترې بریا سره په نړیواله درجه بندۍ کې له نیوزیلند وړاندې شو او لومړی مقام یې خپل کړ.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په دوهمه لوبه کې هند لومړی توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو یې ۳۲۵ منډې وکړې. د نیوزیلند له لوري ددوی سوکه توپ اچونکي د هند ټول لس واړه لوبغاړي وسوځول او ریکاډ یې جوړ کړ.

په ځواب کې د نیوزیلند ټوله لوبډله یوازې په ۶۲ منډو جوړولو وسوځېده. هند یو ځل بیا توپ وهنه پېل کړه او د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو یې د ۲۷۶ منډې وکړې او په ۵۴۰ هدف ټاکلو سره یې نیوزیلند ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د نیوزیلند لوبډله یو ځل بیا ناکامه شوه او ټول لوبغاړي یې په ۱۶۷ منډو جوړولو وسوځېدل. په دې سره یې د ۳۷۲ منډو په ستر توپیر ماتې ومنله.

له دې وړاندې په لومړي ټیسټ کې نیوزیلند له سختو شېبو وروسته لوبه مساوي کړې وه چې وروستۍ ویکټې نږدې لس اورونه مقاومت وکړ او د ماتې مخه یې ونېوله.

د هند او نیوزیلند ترمنځ ټیسټ سیریز کې روي چندرن اشوین ۷۰ منډې جوړې کړې او ۱۴ ویکټې یې واخیستې چې په دې سره د یاد سیریز غوره لوبغاړی ونومول شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x