ورزش

د کرکټ لا معیاري کولو او پرمختیا لپاره ځانګړې کمېټه جوړه شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ په هېواد کې د کرکټ ارزونې، لا معیاري کولو او پرمختیا لپاره د ۱۴ کسیز ټیم ځانګړې کمېټه جوړه کړې ده.

که څه هم د یادې غونډې مشري کوم ځانګړي کس ته نه ده سپارل شوې او یا هم کرکټ بورډ نه ده روښانه کړې، خو د کرکټ پخواني لوبغاړي، غړي او یو شمېر کارکونکي په کې شامل دي.

عبدالولي امین، دولت خان احمدزی، احمدشاه سلیمانخېل، رییس خان احمدزی، احسان عبید، نورالحق ملکزی، سلام افغان، نوروزمنګل، تاج ملوک عالم، الله داد نوري، محمد نظیم جار عبدالرحیمزی، منهاج راز، محمدخان او شاهد الکوزی د یادې کمېټې غړیتوب لري.

دغې کمیټې په لومړي ځل د یکشنبې په ورځ د کرکټ بورډ سرپرست مشر میرویس اشرف او اجرائیه مشر نصیب خان سره ګډه غونډه ترسره کړه.

په دې تړاو د افغانستان کرکټ بورډ له لوري خپره شوې اعلامیه وایي چې دغه کمېټه به د هېواد داخلي برخو کې د کرکټ په ډګر کې د هر څه معیاري کولو او پر وخت وړاندې کولو ترڅنګ هغه نیمګړتیاوې له منځه ویسي شي چې اوسمهال د کرکټ لپاره خنډونه دي.

په یاده غونډه کې د کرکټ بورډ سرپرست مشر میرویس اشرف د کمیټې غړو ته وویل، « هیله ده د کرکټ ټول هغه اړخونه په ښه توګه روښانه کړئ، چېرې چې نیمګړتیاوې موجودې وي، د نیمګړتیاو د حل لپاره چټک ګامونه پورته شي او د کرکټ معیاریتوب باید لومړیتوب وي».

نوموړي زیاته کړه چې د کرکټ د معیاري کولو ترڅنګ د ادارې پلانونو، پالیسیو او اصولو بدلون او تعدیل ته هم اړتیا لیدل کېږي.

ښاغلي میرویس اشرف زیاته کړه، «کرکټ په هېواد کې د خلکو د خوشالیو لوبه ده، باید د دغې لوبې د لا ډېرې پياوړتیا، د کورني کرکټ، د لوبې پرمختیا، او دغه راز د غوراوي په برخو کې ځانګړي او ژور بدلونونه راشي، ترڅو کرکټ هغه هدف ته ورسوو چې موږ یې په پام کې لرو».

بل لوري ته د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس نصیب خان هم د کرکټ پر لا ډیر پرمختګ او مروجولو ټینګار وکړ او ددې لپاره یې په دنده کې اخلاص او صداقت مهم ټکی وباله، د نوموړي په وینا «ترڅو په هېواد کې ټول هغه استعدادونه راجذب شي چې ډيرې وړتیاوې لري».

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه په تېره نږدې کې د افغان کرکټ په تړاو یو شمېر داسې پریکړې کړي چې د کرکټ پوهانو، مبصرینو او ټولنیزو رسنیو کارکوونکو له لوري په لوړه کچه ستایل کیږي، دوی ژمنه کوي چې افغان کرکټ به معیاري کوي او د لوبغاړو حق به حقدار ته سپارل کیږي.

د یادونې ده چې د افغان کرکټ بورډ یاد ګام داسې مهال پورته کوي چې د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان کرکټ د ارزولو لپاره یوه کاري کمېټه ټاکلې چې په راتلونکي نږدې کې به نړیوالې شورا ته خپل راپور وړاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x