
افغانستان
پکتيکا: افغان امنيتي ځواکونو لسګونه ميله وسله نيولې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): امنيتي ځواکونو د پکتيکا ولايت سرحدي ولسوالۍ په انګور اډه سيمه کې لسګونه ميله هغه وسله نيولې چې په قاچاقي توګه پاکستان هيواد ته انتقالېده.
د پکتيکا ولايت مقام له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د انګور اډې په دروازه کې د اسلامي امارت مجاهدينو ۳۸ ميله وسله نيولې او بيت المال ته يې سپارلې ده او په تړاو يې يو تن مجرم يې هم نيولی دی.
نږدې لس ورځې وړاندې هم د پکتيا ولايت څمکنيو ولسوالۍ اړوند شهرنو سيمه کې امنيتي ځواکونو يو شمير وسلې او مهمات له قاچاقبرانو سره يو ځای نيولي وو.
اوففف چی داسی خبرونه می مړ کوی. دا چی څومره نوری د اوښانو په لارو، په پټو لارو پاکستان ته قاچاق شوی صرف الله خبر.
طالبه: د الله خاطر ومنه یو څو کسه یی علنی اعدام کړه، دوی حتمآ په والله قسم کوم چی قوماندانانو او یا مشرانو سره لاس لری. مجاهد او بیچاره طالب داسی بی ناموسی نشی کولی. سلاح خرڅولو په عوض ښه ده چی خپلی ښځی وچلوی دا بی ناموسه کسان باید افشا شی.