افغانستان

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ (کلفت) بندر بيا فعاليږی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ‍۱۵ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د جوزجان ولايت چارواکي وايي چې د دې ولايت په قرقين سرحدي ولسوالۍ کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ (کلفت) بندر بيا فعاليږي.

سيمه ييز سرحدي قومندان ملا جوره رسنيو ته ويلي دي چې په نږدې راتلونکي کې به ياد بندر بيا فعال او له دې لارې به د افغانستان- ترکمنستان ترمنځ سوداګري به پيل شي او يو شمير هېوادوالو ته به د کار زمينه برابره شي.

هغه وويل چې د ياد سوداګريز بندر خلاصون د افغانستان په اقتصادي او سوداګريز پرمختګ کې مهم رول لري او په وينا يې چې يو شمير خلکو ته په کې د کار زمينه برابريږي.

کلفت بندر د هرات له تورغونډۍ او فارياب له اقينه بندر وروسته دريم لوی سوداګريز بندر دی.

دغه بندر په ۱۳۱۳ لمريز کال په رسمي ډول د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پرانيستل شوی دی چې د ترکمنستان له لوري د نفتي توکو په ګډون يو شمير نور مواد افغانستان ته وارديږي او همدا راز له افغانستان څخه ترکمنستان هيواد هم د پنبې دانه، د قره قل پوستکي او يو شمير وچې او تازه ميوې صادريږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اسلام زنده باد

پرانستل یی دیر شه کار دی خو باید مسلکی کارکوونکی او شفاف سستم ولری. داسی نه کیژی چی مفتی صاحب یا قاری صاحب تقوا داره دی نو بس دی کولای شی. شک نشته چی تقوا یو مهم فکتور دی اوشرط خو د تقوا علاوه باید مسلکی توب ولری تر سو نوشت او مدیرت ایجاد شی

Karwan

وروره ډيري مسلکي چيغي مه وه، هغوي چه ټول مسلکيان وه، په دا شل کاله کي ئي څه وکړل! طالب په دري مياشتو کي دهغوي نه ډير ښه کارونه وکړل او دا وطن به انشاالله طالبان اباد کړي. ته که خپله مسلکي ئي ورشه کمک ورسره وکړه. په پخوانيو مسلکيانو کي داسي تخريبکاره هم شته، چه په وياړ وائي ” په کمپيوتر کي مي يو څه ته تغير ورکړ او ملاصاحب مي تر لمر وليدو پري مصروف او سرگردانه کړ!”. نو دغه دي زموږ دوطن مسلکيان. هر څوک خبري کوي خو په عمل کي يا صفر دي او يا تخريب… نور لوستل »

طوطی

داسی ریښتنی تبصری لیکه چی لایک یی کړو.

حاجي أحمد

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
خداي دي وكي چی جوڑ أو روغ ياست
دا يو ڈیر شه إقدام دي زكه چی یو خو ده دواڑو دولت و أڑیکی ٹینگه یی أو نوري زياتي فايدي يي وأفغانستان أو ولسته رسيژی

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x