افغانستان

ایران: د افغان او ایراني ځواکونو تر منځ نښته د سرحدي نقطو په اړه د سوء تفاهم له کبله رامنځته شوې وه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۴۰۰): د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغان او ایران سرحدي ځواکونو تر منځ نښته سوء تفاهم او د افغانستان او ایران تر منځ د صفري نقاطو سره د افغان سرحدي ځواکونو نا اشنايي وه.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده نن دوشنبه (لیندۍ ۱۵مه) خبریالانو ته سره په خبرو کې ادعا کړې  چې د افغانستان او ایران تر منځ سرحدي نښته د افغانستان د سرپرست حکومت د امنیتي ځواکونو د سرحدي ځمکو سره نابلدتیا وه.

هغه زیاته کړې چې دوی د افغانستان سره په سرحد باندې په ځينو نقطو کې دیوالونه او موانع لري څو د قاچاق مخه پرې ونیسي او ځينې دغه موانع او ديوالونه د ایران په خاوره کې څو سوه متره دننه په مناسب ځایونو کې ايښودل شوي دي.

نوموړي وویل چې افغان سرحدي ځواکونو فکر کړی چې د ایران سرحد له دغه موانعو څخه پیل کیږي او د همدا سوء تفاهم له کبله د دواړو لورو تر منځ نښته رامنځته شوی ده.

خطیب زاده وویل چې دواړو لوریو کوښښ وکړ چې دغه موضوع باندې تفاهم ته ورسیږي.

هغه وویل چې اوسمهال دواړو لورو سرحدي ځواکونو تر منځ ارتباط جوړ دی او د دغه ډول پېښو د مخنیوي لپاره دواړه لوري د مستقیمو لارو اړیکې نیسي.

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت هم د افغان او ایران سرحدي ځواکونو تر منځ نښته د سرحدي ځواکونو تر منځ سوء تفاهم ګڼلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اسلام زنده باد

د ایران سره دیر احتیاط کوی دا خلک دیر هوشیار خلک دی، د شاه لغته لری

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx