
شعـــــرونه
نۀ هغه خیال نۀ هغه زړۀ نۀ هغه زۀ پاتې یم/ کډوال
مخلص کډوال
نۀ هغه خیال نۀ هغه زړۀ نۀ هغه زۀ پاتې یم
لکه تصـویر خالي تصـویر پۀ دیوالۀ پاتې یم
خود به پۀ نۀ زړۀ د هجران ترخۀ دردونه وړمه
خود به لۀ رنګه داسې تور لکه رانجۀ پاتې یم
خا..! تۀ مې خپله پرتله کړه لۀ بې روحه سره
اوس مې لۀ مړي سره فرق څۀ دی اوڅۀ پاتې یم؟
ما هم دا ستا لۀ جدایۍ نه بعد سکوت وکړلو
بیلتون خراب کړمه خراب لۀ ژوندانۀ پاتې یم
هو..! هغه زړۀ چې زما زړۀ کې لکه زړۀ اوسیږي
هو..! لۀ هماغۀ زړۀ بیرون یمه مات زړۀ پاتې يم
خیر دی پروا نۀ کوي تاسو دې تازه وۀ اوسئ
زۀ دې خړ پړ پۀ خړو خاورو کې سپیرۀ پاتې یم
خواره نصـــیبه! زما خوار عمر دې نیم وخوَړۀ
مخلص کډوال خو لکه اوښکه پر باڼۀ پاتې یم
مخلص کډوال