ورزش

نولس کلنې لوبډلې ته غوره شوی ځوان «خیبر ولي د ورځې تمرینات او د شپې موبایل کارتونه پلوري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکي اسیا جام او نړیوال جام لپاره د نولس کلنو کم عمره لوبډله اعلان کړه چې د کرکټ بورډ په وینا لوبغاړي د خپلو وړتیاو او استعداد له لوري غوره شوي دي.

په یاده لوبډله کې یو لوبغاړی چې خیبر ولي نومیږي هم شامل شوی دی. دغه لوبغاړی د ورځې په ختیځ کرکټ اکیډمي کې تمرینونه کوي خو د شپې له لوري د اقتصادي اړتیاو پوره کولو لپاره د جلال اباد ښار په سرکونو د موبایل کارتونه پلوري.

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه او د نولس کلنو لوبډلې مشر روزونکی وایي چې «خیبر ولي» په توپ وهنه کې بشپړ استعداد لري او په تمریناتو کې يې خپله وړتیا ثابته کړې ده، چې د وړتیا په  لوبډله کې شامل شوی دی.

په دې تړاو کرکټ بورډ یوه ویدیو خپره کړې چې د خیبر ولي کیسه کوي چې څرنګه د یوه غریب خو وړتیا لرونکي خوب رښتیا کیږي او په خپل استعداد لوبډله کې شاملیږي.

خیبر ولي په دغه ویدیو کې وایي چې له تېرو پنځو-شپږو کلونو راهیسې د شپې موبایل کارتونه خرڅوي او د ورځې لخوا په اکیډمي کې تمرینات ترسره کوي.

هغه زیاتوي چې «د نولس کلنو لوبډلې روزونکي زما توپ وهنه ولیده او زه یې د نولس کلنو تمریناتو لپاره وغوښتم، چې په ښه توګه مو یوه میاشت تمرینات ترسره کړل او په پای کې لوبډلې ته غوره شوم».

د خیبر ولي کورنۍ اقتصادي وضعیت کمزوری دی چې یو ورور یې په جلال اباد ښار کې د ریکشو لپاره کلینډري کوي او د یوې ریکشې په بدل کې ۵ افغانۍ اخلي، خو په لوبډله کې د خیبر ولي انتخاب ممکن ددوی ژوند بدل کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه وایي چې ددوی یوازینۍ هڅه حق حقدار ته ورکول دي او لوبغاړي به یوازې په بدني تکړښت، وړتیا او استعداد لوبډلې ته لار مومي.

باید وویل شي چې افغان کرکټ بورډ وړمه ورځ د راتلونکي اسیا جام او نړیوال جام لپاره د نولس کلنو ځوانانو ۲۰ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې لومړی به په اسیا جام او بیا نړیوال جام کې ولوبیږي.

ټاکل شوې ده چې د ۱۹ کلنو اسیايي جام د روانې ديسمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي. په اسیايي جام کې د افغانستان په ګډون هندوستان، پاکستان، سريلانکا، بنګلاديش، کویټ، نيپال او د متحده عربي اماراتو لوبډلې ګډون کوي..

له اسیايي جام وروسته د افغان ۱۹ کلنو لوبډله ویسټ انډیز ته ځي او د ۱۹کلنو په نړیوال جام کې ګډون کوي. افغان لوبډله په سي ګروپ کې له پاکستان، زمبابوې او پي.این.جي سره لوبې لري.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x