افغانستان

پاکستان کې د افغان محصلینو ستونزو ته لاسرسی کیږي

نن ټکی (دوشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): پاکستاني چارواکو د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په مشرۍ افغان پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې په دغه هېواد کې د میشتو افغان محصلینو ستونزو ته به لاسرسی کوي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني په مشرۍ افغان پلاوی تیره ورځ له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره پاکستان ته سفر وکړ.

یاد پلاوي نن د دوشنبې په ورځ د پاکستان د لوړو زده کړو کمیسیون(HEC) د مسلکي او تخنیکي زده کړو ادارې له مسئولینو سره په اسلام آباد کې ولیدل.

د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر په یو ټویټ کې ویلي، په دغو لیدنو کې افغان پلاوي پاکستان کې د میشتو افغان محصلینو په ستونزو خبرې وکړې، چې د پاکستاني چارواکو لخوا یې د حل ژمنه وشوه.

باید وویل شي چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني تردې وړاندې ازبکستان ته هم سفر کړی ؤ او هلته یې له ازبک چارواکو سره افغان محصلینو ته د ویزو او نورو برخو کې د اسانتیا په هکله تفصیلي بحثونه کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اسلام زنده باد

پاکستان خخه د خیر طمعه د ط تکی دی، افغان محصلین دی نور پاکستان ته نه استوی هسی اسناد ور خرابوی. زما دا خبره هغه ورونه چی لوری زده کری لری او د پاکستان د تعلمی او تحصیلی سستم په اروند اطلاعات ولری درک کولای شی. بهتره ده چی ترکیه، مالیزیا، اندونیزیا، قبرص، او ایران یو سو پوهنتونو ته یی واستوی. ایران کی یوسو دیر نریوال پوهنتونه شته لکه شریف، امیر کبیر، تهران پوهنتون، علم و صنعت.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x