افغانستان

غیرت بهیر: حکمتیار د دواړو نوماندانو د جوړ جاړي هڅه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۳مه، ۱۳۹۳): د حزب اسلامي حکمتیار ښاخ، د سیاسي کمېټې مشر غیرت بهیر وايي چې د رایو د شمېر د پایلو ناڅرګند برخلیک د هېواد په ګټه نه دی، ځکه خو ګلبدین حکمتیار هڅه کوي چې د دواړو نوماندانو تر منځ منځګړیتوب وکړي.

د سرچينې په قول حکمتیار به د داوړو نوماندانو ترمنځ د شته اختلافاتو د ورکاوي هڅه وکړي.

غیرت بهیر وايي چې د دوی یو پلاوی کابل ته د خبرو لپاره دواړو نوماندانو ته له غبرګو لیکونو سره تللی دی.

د نوموړي په خبر روان حالات هېواد بحراني لوري ته کش کاږي ځکه خو د دوی پلاوی د خبرو په تمه کابل ته تللی تر څو دواړه نوماندان پر دې قانع کړي چې بایلونکی خپله ماته ومني او ګټونکي ته مبارکي ورکړي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې د حزب اسلامي حکمتیار ښاخ غواړي په کابل کې سیاسي دفتر فعاله کړي. چې ښايي د نوماندانو ترمنځ منځګړیتوب د دفتر د فعالولو مقدماتي هڅه وي.

ویل کېږي چې په دې دفتر کې د حزب اسلامي دغه ښاخ خپل رسمي فعالیت شروع کوي. د راپورونو پر اساس د دې دفتر په مشرۍ  د حزب اسلامي په دې ښاخ کې هم درزونه پیدا شوي دي.

یاده دې وي تر دې وړاندې حکمتیار هېواد اشغال شوی ګاڼه او په اشغال شوې ځمکه کې يې د ټاکنو مشروعیت ترسوال لاندې بللی و. خو وروسته له هغه د دوی رسمي دريځ بدل شو چې د حمل د شپاړلسمې په ټاکنو کې يې رسماً خپل نوماند معرفي کړ. د دې ښاخ له لوري د معرفي شوي نوماند قطب الدین هلال له ناکامۍ وروسته دویم پړاو ټاکنې هم حکمتیار نامشروع وګڼلې.

ښاغلي حکمتیار څو ورځې وړاندې د اختر په پیغام کې دغه ټاکنې «مسخره او قلابي» ګڼلې دي او دغه نظام چې دوی يې ترسیوري لاندې د دفتر خلاصولو هڅه کوي او هم غواړي د دې نظام د قانون په رڼا کې د دواړو نوماندانود جوړ جاړي هڅه وکړي لاسپوڅي ګڼلي دي وايي : «وروستيو پېښو او په ځانگړې توگه له مسخره او قلابي انتخاباتو راولاړو شوو لانجو وښوده چي اشغالگران نشي كولى له خپلو لاسپوڅو داسي اداره رامنځته كړي چي د دوى له وتلو وروسته د نظام د فوري سقوط مخه ونيسي.»

سیاسي شنونکي په دې اند دي چې ښايي حکمتیار په راتلونکي حکومت کې د ګډون هڅه وکړي چې د نوماندانو د جوړجاړي په پلمه رامخته کېدل به يې مقدماتي کړنه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

جان خوټ غواړي د جان کیري په کردار پرده واچوي

هههههههههه

حاجي کاکا

وایي پک یي په واده کې نه پریښود ده ویل چې له ناوې سره ګروپي عکس اخلم

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x