افغانستان

مولوي منصور: هوايي ځواک د هېواد او خلکو خدمت ته چمتو دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د هوايي ځواک عمومي قومندان مولوي امان الدین منصور وايي، چې هوايي ځواک په قوي ارادې او کلک هوډ سره د هېواد او خلکو خدمت ته چمتو دی.

نوموړي دا څرګندونې نن د دوشبنې په ورځ په هغو مراسمو کې وکړې چې د نوموړي د پېژندلو په موخه د هوايي ځواک په قومندانۍ کې ترسره شول.

د هوايي ځواکونو قومندان معرفي غونډه
د هوايي ځواکونو قومندان معرفي غونډه

د افغانستان ددفاع وزارت د رسمي ویب پاڼې د خبر له مخې د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د هوايي ځواکونو عمومي قومندان مولوي امان الدین منصور په رسمي توګه خپلو کارکوونکو ته ور وپېژندلو.

په دغو مراسمو کې د وینا پرمهال لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د هوايي ځواک ستاینه وکړه او په بهر کې میشت افغان پیلوټان او د هوايي ځواک کارکوونکي وهڅول ترڅو بیرته خپلو کورونو او دندو ته ستانه شي، ځکه د نوموړي په خبره هغوی ته هیڅ ګواښ نه دی متوجه او داچې د اسلامي امارت ځواکونه د افغان ولس د سر او مال ساتنه کوي.

قاري فصیح الدین فطرت
قاري فصیح الدین فطرت

ددې ترڅنګ د هوايي ځواکونو نوي پېژندل شوي عمومي قومندان هم خلکو ته ډاډ ورکړ چې هوايي ځواکونه په بشپړ ډاډ او کلک هوډ سره د هېوادوالو خدمت اماده دي.

نوموړي دغه راز د هوايي ځواک له پخوانیو منسبوبینو وغوښتل ترڅو په آزادانه ډول خپلو دندو ته ستانه شي.

د افغانستان د وسله وال لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت او د هوايي ځواک عمومي قومندان مولوي امان الدین منصور په داسې مهال د هوايي ځواک پیلوټان او منسوبین خپلو دندو د راګرځېدو لپاره هڅوي، چې تردې وړاندې د اسلامي امارت نورو چارواکو هم د پخواني رژیم عسکرو او د هوايي ځواک منسوبینو ته د بیرته راستنېدو بلنې ورلیږلي او هغوی ته یې د خوندي ژوند تیرولو ډاډ هم ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

مولانا منصور ته،
دا د هوایی پخوانی منسوبین،کارکونکی ،چه بیرته وطن ته راستانه شی څه به خوری؟ماران خو نه دی چه خاوری وخوری، همدا حاضر مامورین مو په نس نه دی ماړه کړی،څلورڅلور میاشتی یی معاشونه نه دی اخیستی،

طوطی

امارت چی هر څوک پر غټو څوکیو مقرر وی باید د هغوی تحصیلی سوانح او سوابق دی خلکو ته تشریح کړی چی څه علمیت او دانش لری دا سړی چی دی پُست ته مقرر شوی آیا لیاقت د دی پُست لری کنه. د ده تحصیلات څومره دی پُست سره نژدیوالی لری او کاری تجربه یی څه ده تر څو چی نور خلک بیځایه تبصری پری ونکړی. اوس د دغه قوماندان په رابط د خلکو تبصری په نورو میډیاګانو کی وګوری چی څومره رشخندونه خلکو پری وهلی. خو زما پشنهاد امارت ته دادی: ټول امنیتی بخشونه دی طالبان کنترول کړی او… نور لوستل »

عظیمی

زما واوره په کندهار کى معلم دى. تيرى ادارى يى اخيرى شپږ مىاشتى معاشونه نه وه ورکړى، نو هغه مار او که بل زنده جانه وو. په قرضو يى پلار او خوسر ليونيان کړل. هغه وخت غنو په ډالرو کى لامبو وهل . مګر د معلمينو معاشات حيف ا.و ميل کيدل. دي ته بيا څه وايى.؟

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx