افغانستان

د غزني والي د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر له مشر سره وليدل

نن ټکی (دوشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د غزني والي مولوي محمد اسحق اخندزاده د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له مشر «ازابيل موسارد کارلسن» سره نن له غرمې وروسته په خپل کارې دفتر کې وليدل او په دغه ولايت کې يې د بشري مرستو په ګړنديتوب او نورو پرمختګونو خبرې وکړې.

د دغې ټولنې مشر له والي سره په خبرو کې په دغه ولايت کې د بشري مرستو د لازياتولو او چارو د چټکولو ترڅنګ ژمنه وکړه چې هڅه به وکړي دغه ولايت نورې د بشري مرستو خيريه ټولنې هم دعوت کړي او له دې ولايت سره يې همکاري ته وهڅوي.

د غزني والي ددغې ټولنې له مشر څخه وغوښتل چې په ددې ولايت په مرکز او ولسواليو کې د روغتيا په برخه، له بېوزلو او بې ځايه شويو کورنيو سره مرستې وکړي او همدا راز د معتادينو د اعتياد په له منځه وړلو او درملنه کې هم برخه واخلي او په دې ولايت کې دې د هغوی د پالنې او روزنې مرکزونه پرانيزي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx