نړۍ

ظواهري مصریانو ته دیو اسلامي نظام او د نړی نورو مسلمانانو ته له امریکا سره دجهاد بلنه ورکړه

Al-Zawahri-AP-543(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۷) دالقاعدي دنړیوال ګوند دمشر اسامه له شهادت څخه وروسته دګوند نوي مشر ایمن الظواهري په یوه ویډیوی پیغام کي دخپل هیواد (مصر) پرخلګو ږغ وکړ چي هیواد کي دي داسلامي نظام دقائمولو لپاره کاروکړي، اوپه عین وخت کي نوموړي دنړي ومسلمانانو ته بلنه ورکړه چي دامریکا په خلاف په مسله جهاد لاس پوري کړي، اوښاغلي ظواهري دخپلی وینا په ترځ کي وویل امریکا په نړي کي دشر ریښه ده اوټوله دنیایی نا ارامه کړی ده.

ظواهري په خپل پیغام کي دمصر اوتونس خلګ وستایل اوزیاته یی کړه په لوري الله مي دي قسم وي دمصر اوتونس انقلابونه چي ظالم اوفاسد حکومتونه یی راوپرزول دمسلمانانو لپاره یوفرصت دي، دغه فرصتونه دنړي مسلمانانوته بلنه ورکوي چي ورڅخه ګټه واخلی، لوی خدای ته مالومه ده چي ترڅو پوري به دغه فرصت دمسلمانانو په لاس کي وي، مسلمانان باید نورویښ اوله دغو طلایی فرصتونو څخه استفاده وکړي.

دخپل قائد وشهادت ته په اشاره کولو سره نوموړي وویل دیو قائد اومشرشهادت نشي کولای چي ددښمن په وړاندي مبازره ودروي امریکا دمسلمانانو دښمنه ده اوپه وړاندي به یی جهاد روان وي.

شیخ الظواهري په خپل پیغام کي دسوریی پراولسمشر بشارالاسد هم سختي نیوکی کړی دي ، نوموړي په داسي حال کي چي دسوریی دحکومت په خلاف دراپورته شویو مخالفتونو څخه ملاتړښيی او وایی دسوریی واکمن بشارالاسد دمجرمانو اوخائنانو دیوي ډلي مشري کوي اونوموړي دخائنانو له نسله څخه ده، ظواهري په خپل یوه پخواني پیغام کي ویلی وو، امریکایان کوښښ کوي په سوریه کي دبشارلاسد دحکومت متبادل یوه داسي اداره رامنځ ته کړي چي څه ناڅه خلګو ته ازادی ورکړي خواصل مطلب یی یوه داسي اداره ده چي په سیمه کي داسرائیلو ګټي خوندي وساتي.

نوموړی په سوریه کي هغه ټولي ډلي چي دبشارالاسد دنظام پلوی کوي په خائنانو اوفاسدوډلو سره ونومولي، نوموړي دسوریی له خلګو څخه وغوښتل چي ټول سره یولاس شي اودبشارالاسد په وړاندي خپلو هڅو اوکوښښونوته دوام ورکړي، ظواهري دسوریی اولس ته په خطاب کي وایی بشارلاسد دغلو اوفاسدو ټولنو مشري کوی، له مرداره نسله څخه وجود ته راغلي دي، دوژونکي ډلو سرپرستي کوي اوپه سیمه کي دامریکي دهغه جنګ چی دترهګري په نامه یی داسلام په وړاندي اعلان کړي دي ټینک ملګري دي اوله دغو ټولو څخه علاوه نوموړي داسرائیلو دهیواد دپولو ساتونکي اوچوکیدارهم دي.

بخت الرحمن بخت…………… نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x