افغانستان

ننګرهار کې د اسلامي امارت تر ټولو ستر او لوړ بیرغ رپاند شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د افغانستان په کچه د اسلامي امارت تر ټولو ستر او لوړ بیرغ رپاند شو.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت نن مازدیګر د جلال آباد ښار په تلویزیون تپې کې ترسره شول، د ننګرهار ګڼو ملکي او نظامي مسئولینو او عامو خلکو ګډون کړی وو.

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر مولوي محمدطاهر مبارز په دغه مهال ویلي، چې د سپین بیرغ د رپاند کولو لپاره یې په زرګونو «شهیدان» ورکړي؛ ځکه خو نن ویاړی چې له شل کلنې مبارزې وروسته د شهیدانو هیلو او ارمانونو ته ورسېده.

ددې ترڅنګ د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ مرستیال مولوي امان الله عادل په یادو مراسمو کې وویل، چې بیرغ د یو ملت د پېژندلو ملي نښان دی. نوموړي له دې امله د خوښۍ څرګندونه وکړه چې د افغانستان په کچه د اسلامي امارت ستر بیرغ په ننګرهار کې رپاند شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Lothfullah

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاتهُ، د نن ټکی اسیا ویب پاڼی، ټولو محترمو همکارانو، چمتوکونکو، لیدونکو، او خوښونکو ته د زړه له تله سلامونه او نیکی هیله وړاندي کوم، الله تعالي مو خوښ، خوشحاله، او تل سرلوړي ولره، داچي زه د نن ټکي اسیا ټولي لیکني تبصري او خبرونه هروخت ګورم، نو زه تري ډیر راضی او خوشحاله یم، واقعاً د دي ویب پاڼي ټولی لیکنې، او خبرونه پر حقیقت بناء دی، نه غواړم چي لیکنه مي اوږده کړم، زه ما د نن ټکي اسیا له کوربنو او همکارانو څخه هیله ده، داچي زه له پرلپسی هڅو وروسته بیاهم ونه… نور لوستل »

خوګياڼي

د افغانستان اسلامي امارت چې هر څومره زر کيږى د معدن کيندنو د پاره لاس په کار شي. چي خلکو ته کار پيدا شي. او د خلکو په ژوند کې بدلون راشي او ځوانان د مرګوني مهاجرت نه په ډډه شي. د عامو خلکو مينه به بيا د خپل هېواد او ملي بيراغ سره سل چنده شي. مننه

محمد

او خلکو د لوی بیرغ جوړول او رپول اسانه کار دی خو خلکو او ملت ته د ښه او هوسا ژوند برابرول ډېر مشکل او سخت کار دی چې تر بیرغه باید ډېره پاملرنه ورته وشي. مننه

ورک ځاځی

لوى بيرغ نه اصل ملي بیرغ.

طوطی

په نس چی وژی یی بیرغ به څه کړې؟ خلک ډوډی غواړی کار غواړی بیرغ کی که کلمه نوای بیا به می ښه ځواب در کړی وو.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx