
اندونیزیا هم په کابل کې خپل سفارت پرانیزي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۰ل): اندونیزیا غواړي چې په نږدې راتلونکي وخت کې په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیزي.
دا مطلب د اسیا پسفیک او افریقايي چارو لپاره د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت عمومي مدیر عبدالقدیر جیلاني تیره ورځ پلازمینې جاکارتا کې یوې خبري ناستې ته د وینا پرمهال اعلان کړی دی.
نوموړي په دغه خبري ناسته کې ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د بشري او تحصیلي چارو د ترسره کولو لپاره غواړي په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیزي؛ خو ټینګار یې کړی چې د سفارت پرانیستل به د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو په معنی سره نه وي.
اندونیزیا په داسې مهال کابل کې د خپل سفارت د پرانیستلو پرېکړه اعلانوي چې تازه د متحدو عربي اماراتو، سعودي عربستان او جرمني په ګډون یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې خپل ډیپلوماټیک فعالیتونه له سره پیل کړي او تمه ده چې د فرانسې او ناروې په ګډون د اروپايي ټولنې ګڼ نور هېوادونه هم په کابل کې خپل سفارتونه بیرته پرانیزي.
زه نه وايم چه دسفارتونو خلاصول غلط کاردي، اما هر يو د امريکا له ډاره مخکي له مخکي وائي، چه دا درسميت پيژندلو په معني نده. نو سوال داده چه بيا سفارتونه دڅه لپاره خلاصوي. زه فکر کوم، چه دوي خپل جاسوسان په سفارتونو کي ځاي پر ځاي کوي، تر څو وکولي شي دهغوي په ذريعه بعضي شرير عناصر چه تر اوسه په کابل او ولاياتو کي ژوند کوي ولمسوي، امنيت خرابه کړي. ظالمي نړي خصوصآ امريکا او غربي نړي دافغانستان سره سخته دوښمني شروع کړي! الله د خير پيښ کړي. کاروان
دیر اعلی په لمری سرکی ورخخه تحصیلی برسونه وغواری پام چی پاکستان ته زوانان وانستوی