
سُوچ انگریز
حفيظ الدين پيرزاده
ځان د منافقت د جزیرې ( انگلینډ ) اصلي اوسیدونکی بولي.
وایي: نیکونه مې په وینه د انگلو ساکسن له ټبر څخه دي چې د پنځمې او اومې میلادي پیړۍ په منځ کې له ډنمارک او جرمني څخه دلته را مھاجر شوي.
خو بیا ھم خپل نیکه، ھټلر خپل اصلي دښمن بولي او ټوله ورځ یې رسنیو کې پر بدو یادوي!
سوچ انگریز په تور کې زیړ نه بلکې په سپین کې زیړ شین سترگی دی.
تور انگریز د ھمدہ کاپي دہ او دی د شیطان!
عربان وایي: که د سمندر په منځ کې دوہ نھنگان سرہ په جگړہ شوہ، پوہ شه چې د سوچ انگریز لاس پکې دی!
سوچ انگریز لوی حرامي دی!
یو مھال د ټولې نړۍ خان و، اوس ھم دی، خو له ھغې ورځې چې د خانۍ په کاروبار کې یې له ځان سرہ خپل د قوي مټو والا بدماش لمسی ( امریکا ) را شریک کړی او د پھلوانۍ پر مھال یې اکاړې ته کوزوي، ورته وایي:
بچیه! دا دنیا اوس نړیوال کلی دی او ته د دې کلي ملک یې. زہ دلته درته ناست یم، بې غمه پرې ورځه! ستا د زور ھیڅوک نه دي!
احمق لمسی یې سمدلاسه امر په ځای کوي.
یو ځل یې ھم ترې د یو بام او دوہ ھوا پوښتنه و نکړہ!
خپل نیکه ته یې و نه ویل: تا ځان د نړۍ خان باله او زما په دوران کې نړۍ ته گلوبل کلی وایې او ماته یې ملک؟!!
ته د نړۍ خان او زہ د کلي ملک!! دا توپیر ولې؟!!
سوچ انگریز د دیموکراسۍ سخت شوقي او ستر مبلِغ دی، د ھر ھیواد لپارہ خپل اشرف غني او د ټامیانو لښکر لري چې د ورتگ پر مھال د ډیموکراسۍ د قوالۍ سروکی ورسرہ تاووي او چکچکې ورته وھي!
خو د ډیرې ھیښتیا خبرہ دا دہ چې نورو ته دیموکراسي پیچکاري کوي او خپل نظام یي شاھي دی!!
سوچ انگریز د ښځو د ازادۍ او ھغوی ته د سړیو سرہ د ژوند په ټولو ډگرونو کې د واک او مساوي حقوقو د ورکړې سخت طرفدار دی!
کرۍ ورځ د ھغو ملتونو ښځو ته چې دی پکې د تشنج، بې اتفاقۍ او دښمنۍ تخم کرل غواړي، د واک او حقوقو اخیستلو سُرنی وھي! د خپل نظام په سر کې یې ھم ښځه چوخ کړې!
خو بیا د ډیرې ھیښتیا خبرہ دا دہ چې ھغې ته یې د کور واک نه دی سپارلی، ھسې سمبولیکه مشرہ دہ، د ھیواد واک یې پخپلو لاسونو کې نیولی!!
نورو ته د ښځو د حقوقو د ورکړې تلقین او خپله ورکړہ یې برای نام!!
پر خپل ولس د واک چلولو او د خدماتو د وړاندې کولو لپارہ یې په پارلمان کې دوہ کورہ جوړ کړي!
لومړي ته یې پاسنی، اوچت، اعلی کور ( Upper House ) وایي چې غړي یې منتخب نه بلکې انتصابي دي.
سوچ انگریز ورته لارډ وایي، د بادار، اقا، مالک او مشر په مانا!
ښایي ھمدا لامل وي چې عیسی علی نبینا و علیه السلام ھم لارډ بولي!
د پارلمان دویم کور چې د ولس له خوا انتخاب شوي استازي پکې ناست وي، ټیټ، لویدلی، عام یا Lower House بولي!
سوچ انگریز د خپل ولس په شمول، ټول ولسونه پخپلو حقوقي لاسوندونو کې سبجیکټ ( Subject ) بولي او له ھمدې څخه د عامو خلکو په اړہ د ھغه د اند اندازہ لگولی شو!
د سب جیکټ کلیمه له دوہ تورو څخه جوړہ دہ چې سب د لاندې، ذیلي، او فرعي ماناوې افادہ کوي او جیکټ د پریوتي او غورځول شوي شي پر مانا؛
نو سبجکیټ، یانې: لاندې غورځول شوی، پریوتی بې اھمیته شی!!!
موږ پخپلو دیني متونو کې ولس ته د رعیت کلیمه کارو چې تومنه یې د رَعَی له مادې څخه دہ، د ساتلو، محترم گڼلو، مراعت او حفاظت کولو پر مانا، حاکم یا مشر ته ځکه راعي وایي چې د رعیت د سر، مال او ناموس د حفاظت او ساتلو دروند مسؤلیت ور تر غاړې وي!!!
په عربي کې وایي: رعاک الله تعالی یانې الله عزوجل دې ستا حفاظت وکړي!
سوچ انگریز چې څومرہ سیکولر ښکاري، ھومرہ نه دی. د ژوند پر مختلفو اړخونو کې یې د کاتولیک مسیحیت رنگ غالب دی!
د دیني او تاریخي ارزښتونو پر ساتنه، حفاظت او غلا کولو تر ھر چا ښه پوھیږي!
دا یواځې موږ نه یو چې کوہ نور یې راڅخه تروړلی بلکې په نړۍ کې د لومړي اسلامي خلافت تخت چې حضرت داؤد علی نبینا و علیه السلام ته منسوب دی، لومړی جدې بیا ایرلنډ، سکاټلنډ، او په پایله کې لندن ته راوړی چې د تخت پوشۍ او نورو ډیرو مھمو ورځو په نمانځنه کې ترې کار اخلي!!!
د پیغمبر علیه السلام مبارک حدیث دی، فرمایي: ھر نبي خپل قوم د دجال له فتنې څخه چې د نړۍ پر مخ ترې بله سترہ فتنه نشته، ویرولی, ( مَا مِنْ نَبِيٍ إلاَّ وَقَدْ أنْذَرَ أمَّتَهُ الأعْوَرَ الْكَذَّاب. ) متفق علیه
دلته زما د بحث موضوع د دجال فتنه نه دہ بلکې د تمیم الداري د الجسّاسه په معروف حدیث کې د ھغې ټاپو وزمې جزیرې په اړہ دی چې تمیم الداري پکې له دجال سرہ لیدلي و!
زموږ ځیني معاصر ستر علمای کرام دا جزیرہ انگلینډ بولي!
د سوچ انگریز منافقت، ذلالت، ضلالت، چل، فریب، زرنگي، ځیرکتیا، پوخ منطق او ھوښیارتیا ته پر کتنه سړي ته د ھمدې معاصرو علماء کرامو څېړنه ارجحه بریښي چې وایي: د دجال اصلي ټاټوبی انگلینډ دی!
سوچ انگریز مِن حیث القوم، د نړۍ پر مخ تر بل ھر توکم ډیر کینه کښ او حاسد دی. خپل دښمن په ھیڅ حالت کې نه بښي!
موږ ورسرہ درې ځله ھغه مھال مخ شوي وو چې پر قلمرو یې لمر نه ډوبیدہ.
موږ ھر ځل له خپلې خاورې او دین دفاع کړې او سوچ انگریز مو بیرته پر شا تمبولی!
خو د کمزورو او ناتوانه ملتونو لخوا ھمدا له خپلې خاورې دفاع ھم ھغه ته خپل اھانت ښکاري!
زموږ سرہ یې د دښمنۍ دا لړۍ په ۱۸۳۹ م کې د میوند پر مقام پیل شوہ چې تر اوسه دوام لري!
له ھغې ورځې تر نن پورې چې موږ څومرہ وھل خوړلي، ویشل شوي یو، بې عزته شوي یو، له خپلو کورونو شړل شوي یو او ډیرو نورو ننگونو سرہ لاس او گریوان شوي یو، اصلي محرِک او د سنیاریو رښتینی رسام یې ھمدا سوچ انگریز دی!
سوچ انگریز د اوسني سیاست یواځې ښه لوبغاړی نه دی بلکې دا له چل او فریب څخه ډک معاصر سیاست د ھمدہ ایجاد دی، ھمدہ نخچه کړی، او د ھمدہ له کورہ راوتلی!
ځکه خو وایم که څوک د اوسني سیاست په باریکیو او کږلیچیو پوھیدل غواړي.
باید د لندن بکنگھم په قصر کې ناستې زړې انگریزې د ټنډې د گونځو لوستلو پر فن پوہ شي!
خو له ډیرہ بدہ مرغه چې دا فن نه په معاصرو پوھنتونونو کې تدریس کیږي او نه زموږ په دیني مدارسو کې…………!
______________
حفیظ الدین پیرزادہ
د نومبر ۶/ ۲۰۲۱ م
لندن