افغانستان

المان راتلونکې مياشت خپل ديپلوماتان کابل ته راليږي 

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۰): د افغانستان لپاره د المان ځانګړی استازی وايي چې ټاکل شوې ده د راتلونکې ۲۰۲۲ جنوري مياشت کې خپل ديپلوماتان کابل ته راوليږي.

د افغانستان لپاره د المان ځانګړی استازی یاسپر ویک چې د پروسټانټ اکاډمۍ په يوه غونډه کې يې خبرې کولې ويلي دي چې د راتلونکي کال په لومړۍ مياشت کې به افغانستان ته خپل ديپلوماتان وليږي خو زياته يې کړه چې دا به د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې په معنا نه وي.

هغه وويل؛ مخکې له دې چې د المان ديپلوماتان کابل ته ځي، دوی هيله لري چې د استازو امنيتي مسايل يې حل شي.

که څه هم تر اوسه اسلامي امارت کوم هيواد په رسميت نه دی پېژندلی خو د نړۍ بېلابېل هيوادونه د خپلو سفارتونو او کونسلګريو د خلاصون په هڅه کې دي او دا لړۍ ورځ تر بلې غځيږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ(یوناما) مشرې «ډیبورالاینز» د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیرمحمد عباس ستانکزي سره په لیدنه کې وويل چې په افغانستان کې د ډاډمن امنیت له امله یې خپل ټول دفترونه پرانیستي او ټول بهرني او کورني همکاران یې په کار بوخت کړي.

بل لور ته سياسي شنونکي وايي چې که څه هم نړۍ په ظاهره د اسلامي امارت حکومت په رسمېت پېژندلو اعلان نه کوي خو دغه ډول ديپلوماتيکې هڅې د افغانستان د نوي حکومت د رسميت پېژندلو لومړني ګامونه دي.

اسلامي امارت هم په افغانستان کې د نړۍ د هیوادونو د سياسي استازوليو د پرانستو هر کلی کوي او دا له نړۍ سره د اړيکو لپاره ګامونه بولي.

د اسلامي امارت د وياند مرستيال بلال کريمي وايي چې د نړۍ نور هيوادونه هم بايد راوړاندې شي او ستونزې ننګونې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

په هيواد د اسلامي امارت له واکمنۍ نږدې څلور مياشتې تيريږي خو تر اوسه د نړۍ هيڅ هيواد اسلامي امارت په رسميت نه دی پېژندلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx