افغانستان

ضعیف: د افغانستان څوکۍ د تېر رژیم استازي ته ورکول د ملګرو ملتونو ناپيلتوب تر سوال لاندې راولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۴۰۰): په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف د ملګرو ملتونو هغه پریکړه باندې نیوکې کړي چې له مخې يې د افغانستان څوکۍ په دغه سازمان کې د تېر رژیم استازي ته ورکړل شوې ده.

ښاغلي ضعیف ویلي دي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان مشروع حق داسې چاته ورکول چې  افغانانو ته هیڅ ګټه نشي رسولای اونه هم هیڅ ډول استازیتوب کولای شي، د ټول ملت د حق ضائع کولو په معنا ده.

هغه زیاته کړې چې ملګري ملتونه په دې کار سره خپل ناپیلتوب نور هم ترسوال لاندې راولي.

تېره ورځ ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د اعتبارلیکونو د کمېټې هغه پریکړه تایید کړه چې د افغانستان، میانمار او وینزویلا په څوکیو کې دې د دغو هېوادونو مخکني استازي پاتې شي.

اوسمهال په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی غلام محمد اسحاقزی دی چې پر خپل ځای به پاتې شي او خپل ماموریت ته به دوام ورکوي.

اسحاقزی د افغانستان پر اوسني حکومت د کلکو بندیزونو غوښتونکی دی.

سرپرست افغان حکومت سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي په توګه معرفي کړی دی چې اعتبارلیک یې دغه سازمان په وروستۍ غونډې کې قبول نه کړ.

د افغان حکومت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق د ملګرو ملتونو د وروستۍ پریکړې په غبرګون کې ویلي وو چې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ داسې چاته ورکول یا پريښودل چې هغه د افغانستان د حکومت او خلګو نماینده نه وي، نا انصافي ده.

هغه زیاته کړې وه چې دا څوکۍ د افغانستان د حکومت او اولس حق دی، حق باید حقدار ته وسپارل شي

د وثیق په وینا  ملګري ملتونه باید له معقولیت نه کار واخلي او په دې اړه باید له سره جدي غور وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرفراز زنیخېل

دا د ملګرو ملتو دفتر نه بلکی د آمریکایی آمپریالیزم او د نړۍ د مستبد دولتونو دتجاوز دجواز دفتر دی دنړۍ پر بی وزله ملکونو باندی

خوګياڼي

ښاغلي ضعیف صاحب بالکل په حقه دئ چې وايي د ملګرو ملتونو پريکړه په خپله د نړیوالو او ملګرو ملتونو قانون سره په تضاد کې ده. بايد ژر تر ژره دا څوکۍ د افغانستان اصلي حکومت( افغانستان اسلامي امارت )ته وسپاري. ګنې دا به ملګري ملتونه نه بلکې د ملتونو دښمنه اداره به وبلل شي.

Sayed

ښاغلی ضعيف، تاسې هم د يو طرف خواخوږي او ملاتړي واست او اوس هم ورسره خواخوږي لرئ، خو کاشکې چې مو پخپل شل کلن جنګ کې خپل ناپېيلتوب ساتلی وای. د کور دننه مشروعيت يوځل ترلاسه کړئ بيا له نړۍ او ملګرو ملتونو غوښتنې کوئ او د هغوی ناپېيلتوب وننګوئ، خو د کور دننه ستونزه دې حل نه ده. ايا ښه به دا نه وي چې د يو مخکېني او اوسني خواخوږي په توګه ترې هيله وکړئ چې لومړی د کور دننه مشروعيت تر لاسه کولو مشوره ورکړې چې ياران دې يوځلې کورنی مشروعيت ترلاسه کړي بيا ملګري ملتونه هم… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx