ټولنیزه برخه

فضا او د کائناتو وُسعت /څوارلسمه برخه

سردار ناطق الحق (امین)

بادونه او بارانونه څه ډول رامنځته کیږي؟
باد د ځمکې له سطحې څخه پورته کیږي، تر اتموسفير وځي، بیا بېرته راځي او د ځمکې پر سطحه لګیږي؛ ګواکې له ځمکې څخه بیا تر فضا پورې یو حلقوي ګردان کوي او بېرته راکوزیږي.

باد لومړی د ځمکې له دېرش (°۳۰) درجه اي کرښې څخه مائل حرکت کوي، د استوا لیکې ته چې رسیږي، بیا د فضا لوري ته ګرځي، کله چې له جف څخه واوړي نو بېرته د دېرش (°۳۰) درجه اي خط پر خوا میل کوي، مګر فضا ته وزي.

له فضا څخه چې بېرته راکوزيږي، نو یو ځل بیا د دېرش (°۳۰) درجه ئي کرښې په خوا کې ځمکې ته راځي، کله چې له سطحې سره په مائله توګه ټکر وکړي، نو بېرته بیا د استوا د لیکې پر خوا سیر کوي؛ چې دغه د باد او توپان یو مکمل بیضوي دوران دی.

ښه نو! بارانونه ولې د استوا کرښې ته نږدې ډېر وي او بیابانونه د دېرش (°۳۰) درجه اي کرښې ته؟
ځکه چې: کله باد د ځمکې له سطحې څخه فضا ته پورته کیږي، نو مخکې مو وویل چې د بادونو حرکات لومړی له دېرش (°۳۰) درجه اي کرښې له خوا د استوا د لیکې پر خوا حرکت کوي، د یادې کرښې په استقامت فضا ته ځي او هلته بېرته د دېرش (°۳۰) درجه اي کرښې پر خوا تاویږي…

یعنې کله چې باد له ځان سره د ځمکې بخار فضا ته خېژوي، نو د تاوېدو په حالت کې یې بېرته د باران په شکل ځمکې ته رالیږي؛ دلته چې کله بخار په باران تبدیل شي، نو پیل یې د استوا کرښې ته نږدې وي! همداسې ځي، ځي… تر دې چې؛ څو دېرش (°۳۰) درجه اي لیکې ته رسیږي، نو بخار هم ختم شي! ځکه خو هغه ځمکې او غرونه چې دېرش (°۳۰) درجه اي کرښې ته نږدې دي؛ نسبت هغو ځمکو ته چې د استوا د کرښې په خوا کې موقعیت لري- وچ دي.

یعنې د استوا کرښې ته چې کوم هېوادونه نږدې پراته دي؛ بارانونه ډېر پرې وریږي او تل یې هوا مرطوبه او ځمکې / غرونه یې زرغون وي.

مګر هغه ځمکې چې د استوا له کرښې لیرې دي ؛ ځمکې یې زیاتره وچې او بارانونه ډېر کم (یا خو بیخي نه) پرې وریږي.

نور په بله برخه کې ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx